د آمو حوزه

ترکمنستان له طالبانو سره د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت خبرې کړې

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې رشید مردوف، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، په اذربایجان کې ، د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا له مرستیال، عبدالغني برادر سره لیدلي او د سیاسي، ډیپلوماټیکو، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې لیدنې پر مهال د انرژۍ، ټرانسپورټ او مخابراتو برخو کې همکاریو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي: «په دې برخه کې د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هند (ټاپي) د ګازو نل‌لیکې، د برېښنا د لېږد مزي او د فایبر نوري اړیکو پروژې چې د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان (ټاپ) له لارې تېرېږي، بحث او خبرې اترې وشوې.»

بل‌خوا طالبانو هم په خپله اعلامیه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د مهمو او ګډو اقتصادي موضوعاتو په اړه بحثونه شوي دي.

طالبانو ویلي: «د معادنو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، خدماتو، سیمه‌ییزو بنسټونو او اساسي پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې ګډې همکارۍ کولای شي د دواړو هېوادونو د ثبات، پرمختګ او اقتصادي هوساینې لپاره مهم رول ولوبوي.»

همداراز طالبانو ویلي چې په دې ناسته کې د دواړو خواوو ترمنځ د روانو او موجودو پروژو د چټکتیا پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.