امنیت

په بدخشان کې د طالبانو والي: لاریونونو د کوکنارو د کروندو د له‌منځه وړلو مخه نه‌ده نیولې

په بدخشان کې د طالبانو والي، ایوب خالد.

په بدخشان کې د طالبانو والي ایوب خالد، له بي‌بي‌سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د دې ولایت د خاش ولسوالۍ د خلکو لاریونونو تر اوسه د کوکنارو د کروندو د له‌منځه وړلو مخه نه‌ده نیولې.

هغه همدارنګه پر لاریونکوونکو د طالب ځواکونو لخوا د ډزو پخلی کړی او ویلي يې دي، چې په دغو ډزو کې یو شمېر خلکو ته تلفات اوښتی.

هغه ادعا کوي چې په بدخشان کې وضعیت «نورمال» شوی او په خاش ولسوالۍ کې  «امنیت» ټینګ شوی دی.

تر دې وړاندې ځایي سرچینو آمو ته ویلي وو، چې د بدخشان د خاش ولسوالۍ لاریونونه لا هم روان دي او نن یې درېیمه ورځ ده، او لاریونکوونکي تر اوسه د خبرو اترو وړاندیز نه‌دی منلی.

دغه نښتې او ناارامۍ هغه مهال پیل شوې، چې د خاش ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو د شتون او د دوی له‌خوا د کوکنارو د کروندو د له‌منځه وړلو پر وړاندې اعتراضي غونډه وکړه؛ خو طالبانو د زور له لارې پر معترضینو بریدونه وکړل.

په دې نښتو کې تر اوسه د یوې ښځې په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاش اوسېدونکو له دې وړاندې ویلي وو که وضعیت همداسې دوام ومومي، نو د طالبانو اداري دفترونو ته به اور واچوي.