روغتیا

د کندهار ولایت په زندان کې د زرګونو روږدو کسانو درملنه شوې

د پنجشنبې په ورځ د کندهار له سرپوزې زندانه ۳۳۷ تنه په نشه روږدي کسان خوشي شول.

له زندانه تازه خوشي شويو کسانو درې مياشتي د درملني په موخه په زندان کې تېري کړې دي.

د کندهار د سرپوزې زندان مشر نعمت الله سراجي وایي دغو زندانیانو ته د زندان په موده کې خواړه او د نشه یې توکو د پرېښودلو درمل هم ورکول کېدل.

«دغو زندانيانو ته د نشه يې توکو د کاروني له امله محکمې درې مياشتي قيد ورکړی، چې هغه موده يې د کندهار په محبس کې تېره شوې او په دې موده کې ورته اصلاحي بيانونه او د نشه يې توکو د درملني لياره درمل ورکړل شوي دي.»

سراجي وایي ولایتي اداره د محبس پر ځای په يو بل مناسب ځای کې د متعادينو د درملني پر تګلارې کار کوي.

نوموړی زیاتوي: «واک ته د اسلامي امارات (طالبانو ادارې) له رسېدو راهيسي په کندهار ولایت کې د ۵۳۴۷ پر نشه یي توکو د اخته کسانو درملنه شوې او دغه بهير لا هم دوام لري.»

په ورته وخت کې د کندهار په سرپوزې زندان کې د شته روغتيایي کلينک مرستيال داکټر جاويد عمر وایي، چې د زندانيانو د عادي ناروغيو د درملني لپاره ټول امکانات په واک کې لري، خو د متعادينو د شمېر د زياتوالي او د نشې د پرېښودلو لپاره درملو او د امکاناتو زياتوالي ته اړتیا ده.

د فضلي احمد په نوم د کندهار د دريمي ناحیې اوسېدونکی، چې د پنجشنبې پر ورځ د کندهار له سرپوزې زندانه د درېيو میاشتو له تېرولو وروسته خوشي شو د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، چې په کندهار ښار کې د نشه یې توکو د ازاد کاروبار مخه باید ونيول شي او هغو کسانو ته دې سزا ورکړل شي، چې پر نشه یي توکو د خلکو روږدي کېدو ته زمینه برابروي.»

د معلوماتو له مخي يوازي په کندهار ولایت کې تر ۱۰۰ زره زيات کسان پر نشه یې توکو اخته دي، خو دغه شمېر د هېواد د سویل په نورو ولایتونو کې توپير لري.

کندهار ولایت کې د ملالۍ په نوم د روږدو کسانو د درملنې د يوه روغتون په ګډون ځيني نور مرستندويه بنسټونه هم د روږدي کسانو درملنه کوی، خو د نشه یې توکو زيات کښتونو او نشې ته اسانه لاسرسي پر نشې د روږدو کسانو شمېر زيات کړی دی.