افغانستان

په خوست کې د یوه کور د چت لوېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هغه کور انځور چې چت یې لوېدلی دی.

له خوست ولایت څخه ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یو کور د چت لوېدو له امله، یوې ۶۴ کلنې میرمنې ځپل ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه نور ټپیان دي.

د سرچینو په وینا، یاده پېښه پرون (یکشنبه) مازدیګر د ځاځي میدان ولسوالې اړوند په ایسار کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې یاده پېښه د سخت طوفان او شدید باران له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې همداراز زیاتوي، چې ټپیان د خوست ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې نږدې ورځو کې په دغه ولایت کې سیلابونو او طوفاني بارانونو ګڼو خلکو ته ځاني او مالي تلفات اړولي دي.