سیاست

د دوحې بهیر کاري ناسته د طالبانو په ګډون سبا په قطر کې پیلېږي

File photo from 2024 working groups meeting in Doha, Qatar.

د دوحې بهیر د کاري ډلو ناسته به سبا او بل سبا، د طالبانو په ګډون په قطر کې جوړه شي. دوحې منلې ده، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې کاري ډلې درېیمه ناسته او د خصوصي برخې کاري ډلې دویمه ناسته به جوړه شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي، چې کارپوهان، د غړو هېوادونو استازي، د ملګرو ملتونو په شمول نړیوال سازمانونه، مالي نړیوال بنسټونه او طالبان به د دې پړاو ناستې ګډونوال وي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې طالبان به په دې ناستو کې تر کومې کچې خپل استازی ولېږي، خو یوناما بیا ویلي چې دغه ناسته یو مثبت تحول دی چې څو اړخیزه تعامل به لا پراخ کړي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ کال کې د دوحې بهیر پيل کړ، چې موخه یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان بیا یو ځای کېدل، د پراخ بنسټه دولت رامنځته کول او په ټولو جوړښتونو کې د ښځو بشپړه ونډه وه؛ خو دغه بهیر د کار تر دې ځایه پورې، یوازې په دوه کاري ډلو محدوده شوه.

دغه کاري ډلې د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولې او طالبانو ترمنځ، د نشه یي توکو سره د مبارزې او د خصوصي برخې په ډلو ووېشل شوه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي، چې کارپوهان، د غړو هېوادونو استازي، د ملګرو ملتونو په شمول نړیوال سازمانونه، مالي نړیوال بنسټونه او طالبان به د دې پړاو ناستې ګډونوال وي.

که څه هم په دې ناسته کې د طالبانو ګډون تایید شوې، خو دا چې طالبان په کومه سطحه کې به ګډون وکړي، تر اوسه روښانه نه ده. یوناما چې د دې ناستې جوړونکې ده، د دې ناستې نور جزییات نه دي خپاره کړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، تېره اونۍ د امنیت شورا په ناسته کې د دې بهیر په اړه لنډه وینا وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتانبایوا ویلي: «دا یو مهم بدلون دی، چې څو اړخیزه تعامل چټکتیا مومي او د حیاتي برخو د پیاوړتیا په برخه کې چې له نشه یي توکو سره مبارزه او د خصوصي برخې پراختیا ده د متقابلې همکارۍ او ارزښتونو لپاره د باور فضا رامنځته کوي.»

تر اوسه دا هم روښانه نه ده، چې له طالبانو پرته، د دوحې د بهیر په دې ناستو کې به د افغانستان په استازولۍ په ځانګړي توګه د ښځو او مدني ټولنو له استازو څخه څوک ګډون ولري او که نه؟ خو یوناما تل په دې اړه تر نیوکې لاندې ده، چې د دوحې د ناستو په بهیر کې د ښځو ګډون یې له منځه وړی دی.

له دې ټولو سره سره، ویل کېږي، چې طالبان د دوحې بهیر د دې ناستو له لارې د کوکنارو د بدیل کښت او د سوداګرۍ په برخه کې د شته بانکي محدودیتونو د لرې کولو په لټه کې دي. دوحه کې د کاري ډلو د ناستې په درشل کې، ملګرو ملتونو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې یې په افغانستان کې د تزریقي نشه یي توکو د استعمال کچه په هېواد کې زیاته ښيي.

خو د دوحې بهیر د کاري ډلو ناسته چې مشري یې د یوناما پر غاړه دی، د کار تر دې ځایه پورې تر اوسه د بشري حقونو په اړه او د داخلي اړخونو په شتون کې د یوه سیاسي جوړښت په اړه موضوعاتو ته پام نه دی کړی. هغه مسایل، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې اصلي برخې یادېږي.