په لوګر ولایت کې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي، چې له امله یې سلګونه کورونه نړېدلي، زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه خراب شوي او ګڼې لارې، پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي دي.
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو سیمهییز چارواکي هم وايي، چې د وروستیو سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پلعلم او محمداغې ولسوالۍ کې د استوګنې شاوخوا ۲۵۰ کورونه زیانمن شوي دي.
د دوی په وینا، د شنبې شپې سختو سېلابونو ۵۰ کورونه په بشپړه توګه نړولي او ۲۰۰ نور کورونه یې نیمه ویجاړ کړي دي. سربېره پر دې، نږدې ۱۵ زره جریبه کرنیز فصلونه او مېوې لرونکي باغونه هم له منځه تللي دي.

همداراز، سېلابونو ګڼ شمېر کلیوالي سړکونه، پلونه او پلچکونه هم خراب کړي، چې له امله یې د خلکو پر تګ راتګ او ورځني ژوند ناوړه اغېز شوی دی.
چارواکي زیاتوي، چې دا مهال د بېلابېلو ادارو له خوا د زیانمنو شویو کورنیو سروې روانې دي او ډېر ژر به پر اړمنو بېړنۍ مرستې ووېشل شي.
د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالي یو اوسیدونکی رسول خان وایي: «زمونږ پر کور سېلاب راوخوت زمونږ کور یې ړنګ کړ. زمونږ دغه پوله پټی او کور دی، نور څه دي، دغه هم سېلابونو راته له منځه یوړل.»
نوموړی وایي، چې د حکومت له لوري ورسره تراوسه هېڅ مرسته نه ده شوې. هغه د طالبانو له حکومت څخه د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د لوګر ولایت یو تن ځوان بزګر عبدالبصير آمو ته وايي: «زمونږ د غنمو فصل رسېدلی وه، ځینې مو لو کړي هم وه، ټول ۱۵ جریبه غنم مې سېلاب یووړه، زموږ د کال مزدوري له منځه لاړه، امیدونه مو خاورې شول، که مرسته ونه شي، مونږ به نور څه وکړو.»

لوګر ولایت د افغانستان له هغو سیمو څخه دی چې هر کال د موسمي اورښتونو او طبیعي پېښو له امله زیانمنېږي. د اقلیم بدلون، د ځنګلي سیمو کمښت او د اوبو منظم مدیریت نشتوالی هغه عوامل دي چې دا ډول طبیعي پېښې زیاتوي. په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته سېلابونه راوتلي، چې خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
افغانستان یو غرنی هېواد دی چې د اقلیمي بدلون، ناسمې ودانیزې پراختیا او د طبیعي زیرمو کمزوري مدیریت له امله هر کال د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول سېلابونو، له خطر سره مخ دی.
په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د پسرلي او اوړي له پیل سره، د هېواد په ګڼو ولایتونو کې شدید بارانونه وریږي، چې د ناورین زېږو سېلابونو سبب شوي دي.
دا سېلابونه نه یوازې د لوګر، بلکې د بدخشان، فاریاب، غور، پروان، بغلان، کاپیسا، میدان وردګ، خوست او نورستان ولایتونو ته هم پراخ زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ ادارې او د طالبانو حکومت اړوند ادارو په ګډه ویلي، چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د غويي له نیمایي راهیسې، له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان د سېلابونو له امله مړه یا ټپیان شوي، په زرګونو کورونه نړېدلي او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.