سوداګري

افغانستان ته د ایران د تېلو واردات بېرته پيل شوي، خو د بیو لوړوالي یې خلک اندېښمن کړي

د ایران او اسرائیلو ترمنځ له اوربند وروسته، افغانستان ته د تېلو او اوبلن ګازو واردات له سره پیل شوې دي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس آمو ته په خبرو کې ویلي، چې اوس مهال د ورځې درې زره ټنه پټرول، ډيزل او اوبلن ګاز له ایران څخه افغانستان ته واردېږي.

له بلې خوا، که څه هم په نړیوال بازار کې د نفتو بیه ۱۲ سلنه راټيټه شوې ده؛ خو د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د کابل په بازارونو کې لا هم د نفتي توکو او اوبلن ګازو بیه لوړه ده.

ایران چې د افغانستان د نفتو او ګازو یوه برخه تامینوي، له اسرائیل سره تر اوربند وروسته یې افغانستان ته د خپلو نفتي توکو او اوبلن ګازو صادرات له سره پیل کړې دي. د ایران او اسرائیلو د جګړې پر مهال، افغانستان ته د ایران د نفتي توکو واردات په بشپړه توګه بند شوې وو.

اوس د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس آمو ته ویلي، چې هېواد ته د ایران د نفتي توکو واردات په عادي بڼه جریان لري او د دوغارون او نیمروز له لارو په ورځ کې ۱۵۰۰ ټنه اوبلن ګاز او همدا اندازه هم ډيزل او پټرول افغانستان ته واردېږي.

ورته مهال، رویټرز راپور ورکړی چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ له اوربند وروسته، په ټوله نړۍ کې په هر بوشکه نفتو کې ۱۳ ډالره کمښت راغلی دی او همدا اوس هر بشکه نفت په ۶۷ ډالرو پلورل کېږي.

خو له ایران څخه افغانستان ته د نفتي توکو له بیا واردېدو سره هم مهاله، هېواد کې د اوبلن ګازو او تېلو بیه نه ده راټيټه شوې او د هېواد اوسېدونکي له دې وضعیت څخه اندېښمن او شکایت لري.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې د سوداګرو له اندازې زیاته ګټه او په افغانستان کې د زېرمه کولو لپاره د مناسبو بنسټيزو زېرمو نشتوالی د دې لامل شوې چې د نفتي توکو بیې په افغانستان کې لوړې پاتې شي.

افغانستان، له ایران سربېره د خپلو نفتو د وارداتو زیاته برخه د آسیا له مرکزي او د حیرتان بندر له لارې واردوي. افغانستان د نفتي توکو په برخه کې تر ډېره پر وارداتو متکي ده.

که څه هم طالبانو د آمو سندیزې حوزې د نفتي توکو د استخراج لړۍ یوه چینايي شرکت ته سپارلې وه، خو د دوه کلونو په تېرېدو او د قراردادي شرکت د ناغېړیو له امله، له چینايي شرکت سره قرارداد لغوه شو او افغانستان د دغو دوه کلونو په ترڅ کې له دغه قرارداد څخه کومه ګټه ترلاسه نکړه.