افغانستان

له افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره د امریکا هڅې

یو شمېر افغان مېرمنې چې پاکستان ته کډوالې شوې دي په یوه اعتراضي غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني

انتوني بلینکن د ملګروملتونو سازمان په ناسته کې «د افغان مېرمنو د اقتصادي مقاومت لپاره د یوالي» په نوم یوه طرحه اعلان کړه چې موخه یې د هېواد له مېرمنو ملاتړ بلل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې له زده کړو او کار څخه د ښځو پر پاتې کېدو له نیوکې سره له طالبانو وغوښتل، چې د «ښځو حقونو» ته درناوی وکړي.

بلینکن وایي چې طالبانو د ښځو هغه لاسته راوړنې چې د نړیوالې ټولنې په مرسته یې په ۲ لسیزو کې ترلاسه کړې وې سختې محدودې کړې دي.

هغه څرګنده کړه: «طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر حقونو سخت بندیزونه لګولي او ټولې هغه لاسته راوړنې چې ښځو خپله د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ترلاسه کړې وې شاته تمبولې دي. طالبانو د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې د زده کړو اجازه نه ده ورکړې او ښځې له کار څخه منع شوې دي.»

هغه دوام ورکړ: «ډېری هغه ښځې چې سوداګري یې لرله، ښوونځي یې اداره یا په دولت کې یې کار کاوه، تېر کال د افغانستان پرېښودو ته اړ شوې دي. هغوی د یوه نوي ژوند جوړولو لپاره په ډېرو هېوادونو کې له سختو ننګونو سره مخ دي.»

بلینکن په دوام کې زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره د برابرې شوې طرحې له مخې به ښځو ته د زده کړو او دندې زمینه برابره شي. د امریکا دغه طرحه به د بوسټون پوهنتون په همکارۍ پلې شي.

انتوني بلینکن ټینګار وکړ: «دا یو عام او خصوصي ګډون دی چې زده کړو ته د لاسرسي د ښه‌والي، د دندو فرصتونو پراختیا، افغانستان کې همداراز په نورو هېوادونو کې له کار رامنځته کوونکو ښځو ملاتړ کوي. دغه کار به ستونزمن وي؛ خو د طالبانو له خوا تپل شویو محدودیتونو ته په پام موږ ژمن یو، چې دغه ملاتړ په ارامۍ سره افغانستان کې له مېرمنو سرته ورسوو.»

انتوني بلینکن وايي چې افغانستان کې ښځې باید له “برابرو حقونو” برخمنې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي چې که افغانستان کې ښځو ته فرصت برابر شي هغوی کولای شي د دغه هېواد په اقتصاد کې یو میلیارد ډالر مرسته وکړي.

دغه امریکایي چارواکي ټینګار وکړ: «هغوی (ښځې) کولای شي د هغو کورنیو لپاره چې له بېوزلۍ سره مخامخ دي د ژوند لارې برابرې کړي هغوی کولای شي د یوې دوامداره او انعطاف منونکې ټولنې په رامنځته کولو کې په داسې وخت کې چې افغانستان سخته اړتیا ورته لري مرسته وکړي. په لنډه توګه برابري او اقتصادي فرصتونه یو بل ته لاس ورکوي او د دوامداره سولې او امنیت لپاره مخ شرطونه دي.»

په همدې حال کې یو شمېر ښځې وایي، چې تېر یوه کال کې هغوی ته د کاروبار زمینه کمه شوې ده او ترڅنګ یې نجونې له خپل طبیعي حق «پوهنې او روزنې» څخه منع شوې دي. له دې مخکې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي و چې اوسمهال ډېری ښځې د کوچنیو سوداګریو په برخه کې پر کار بوختې دي او ډېرو نورو ښځو د بازار د نشتوالي له امله خپل کاروبار له لاسه ورکړی دی.

اخوا امریکایي چارواکو ویلي، چې ډېرې وړ او پياوړې ښځې له هېواده تښتېدلې دي او په بهرنیو هېوادونو کې له ستونزو سره مخ شوې دي.