امنیت

سرچینې: پروان ولایت کې د غلط پېژندګلیوی له امله یو طالب وژل شوی

سرچینې وايي، چې د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د یوه رامنځته شوې تېروتنې (سوء تفاهم) له کبله یو طالب وژل شوی او یو بل تن یې ټپي شوی دی.

د سیمه‌ییزو طالب چارواکو په وینا، دغه پېښه د ځایي اوسېدونکو او د دوی د ځواکونو ترمنځ د «غلط فهمۍ» له امله رامنځته شوې ده.

د پروان لپاره د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ویاند، فضل‌الرحیم مسکن‌یار، ویلي چې پېښه تېره شپه هغه مهال را منځته شوه، چې د پکتيکا ولایت څخه د طالبانو یوه نوې راغلې ډله په سیمه کې له مخکېني همغږي پرته فعالیت کاوه، چې له امله یې یو ځایي اوسېدونکی هغوی باندې د غلو ګمان وکړ.

ویل کېږي چې دغه اوسېدونکی له مخکې شخصي دښمني هم درلوده، او کله چې یې وسلوال کسان ولیدل چې د طالبانو رسمي یونیفورم یې نه درلود، هغوی یې غله وبلل او پرې یې ډزې وکړې. مسکن‌یار وویل چې په دې ډزو کې یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

طالب چارواکو ویلي چې ډزې کوونکي نیول شوي او د پېښې د څېړنې لپاره تر پوښتنو لاندې دي. دوی ټینګار کړی چې دا پېښه له عمومي امنیتي ګواښونو سره تړاو نه لري، بلکې یوازې د ځایي اوسېدونکي د ناسم برداشت پایله وه.

خو د پروان ځايي سرچینو آمو ټلویزیون ته ویلي چې په دې وروستیو کې د وسلوالو غلاوو او ناپېژندل شویو تلاشۍ پوستو پېښو د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي، داسې کسان چې ځانونه د طالبانو جنګیالي معرفي کوي، غیر قانوني پوستې جوړوي، چې له امله یې په ولایت کې بې‌باوري او اندېښنه زیاته شوې ده.