د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دغه هېواد په تاریخ کې «تر ټولو شرموونکې شیبه» بللې ده.
ټرمپ له هغې وروسته چې د امریکا د نوې مالیاتي لایحې لاسلیک وکړ، ویلي چې هېواد یې د بایډن تر ادارې لاندې «څلور وحشتناک او شرموونکي کلونه» تیر کړي او له افغانستانه وتل یې «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې عمل» وباله.
هغه ټینګار کړی چې هېڅکله به اجازه ور نه کړي چې امریکا بیا د افغانستان په څېر پېښه تکرار کړي.
هغه ویلي: «موږ څلور وحشتناکه او له شرم ډک کلونه تېر کړل. افغانستان ښايي د زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شیبه وي. موږ به هېڅکله اجازه ور نه کړو چې یو ځل بیا داسې څه پېښ شي.»
ښاغلي ټرمپ د یاد مالیاتي سند د لاسلیک پر مهال زیاته کړې چې اوس زرګونه میلیارده ډالر د پانګونې لپاره امریکا ته راروان دي.
هغه ویلي، چې مخکې هېڅکله هم د دې په څېر څه نه و شوي. د هغه په وینا، په تېرو وختونو کې «حتی داسې کوم څه چې دغه حالت نږدې وي» هم نه وو موجود.