میرویس عزیزي، د هېواد یو سوداګر په افغانستان کې د انرژۍ پروژو د پلي کولو لپاره یوه نوې پروژه پیل کړې ده.
د متحده عربي اماراتو رسنیو راپور ورکړی چې د دوبۍ پراختیا کونکي خپل نوی کاروبار د «عزیزي انرژۍ پانګونې» په نوم پیل کړی او په افغانستان کې به خپله لومړۍ پروژه پلي کړي، چې د ۱۰ زره میګاواټه بریښنا تولید ظرفیت لري.
دغو رسنیو زیاته کړه چې «عزیزي انرژي» به د ډبرو سکرو، ګازو، اوبو، باد او لمریزو سرچینو څخه د انرژۍ تولید پروژو پراختیا، تمویل، او جوړولو باندې تمرکز وکړي، او سربیره پردې، دغه شرکت به د انرژۍ زیربنایي پروژو کې هم پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان خپله ډېره برخه برېښنا له همسایه ملکونه په ځانګړي ډول له مرکزي اسیا واردوي.