امنیت بشري حقوق ښځې

سرچینې: له تېرو ۱۶ ورځو راهیسې د زلاله هاشمي برخلیک ناڅرګند دی

سرچینې خبر ورکوي، چې افغان سندرغاړه زلاله هاشمي کابل کې تښتول شوی ده او شاوخوا د دوو اونیو راهیسې یې هم د ژوند او مرګ برخلیک نامعلوم دی.

سرچینو جمعه د غبرګولي په ۳۰مه وویل، چې د یادې سندرغاړې کورنۍ منلې، چې زلاله هاشمي شاوخوا له ۱۶ ورځو راهیسې کابل نامعلومو کسانو وړې ده.

سرچینې یې د خاوند له قوله وايي، چې میرمن هاشمي په موندلو کې تراوسه هر ډول هڅې بې پایلې دي.

د زلاله هاشمي د څلور کلن زوی یوه ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې ښکته او پورته کېږي، چې په ژړغونې غږ د خپلې مور د موندلو غوښتنه کوي.

د سرچینو په خبره، تراوسه د یادې هنرمندې د مرګ او ژوندي پاتې کېدو په اړه معلومات نشته. د سرچینو په خبره، طالب استخباراتو یې هم په پیدا کولو کې ټولې هڅې کړي، خو تراوسه ناکام شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې غلاوې او تښتونې زیاتې شوي دي، چې خلک یې هم اندېښمن کړي دي.