د ښځو چارو ادارې په ګډون د ملګرو ملتونو دوو نهادونو په یوه راپور کې ویلي، چې افغان ښځې او نجونې چې له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د راپور په وینا، افغانې ښځې او انجونې د سرپناه نشتوالی، ښوونې او روغتیا ته محدود لاسرسی او له تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې د دوی د حقونو او خونديتوب د خوندي کولو لپاره بیړنۍ مرستې ته اړتیا ده.
دغه راپور، چې د «بشري وضعیتونو کې د جنسیتي عمل ډلې» له لوري د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان او د وګړو د صندوق په مشرۍ خپور شوی، څرګندوي چې د افغانستان له پېچلو کړکېچونو ښځې او نجونې تر ټولو زیات زیان ویني.
هغه ښځې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي، وايي چې هیڅ ډول ملاتړ یا پناه نه لري. ډېرې یې پرته له سرپناه، جامو، خوړو، او آن د مشخص هدف یا منزل پرته هېواد ته داخلېږي. یوې مېرمنې ملګرو ملتونو ته ویلي: «یواځې یوه خیمه ده چې ما ساتلی شي. نه مناسبې جامې لرم، نه خواړه، نه د اړیکې شمېر، او نه هم کومه کورنۍ چې ورتګ ته یې ولاړه یم.»
د راپور له مخې، هغه ښځې چې له محرم پرته سفر کوي، له لا ډېرو ګواښونو سره مخامخ دي. د تورخم او اسلامقلعه په څېر پولو کې ښځو د زورونې، باج اخیستو او ګواښونو راپورونه ورکړي دي. یوې ښځې چې د تورخم پولې ته نږدې ده، ویلي: «۶۰۰۰ روپۍ یې واخیستې، خو یوازې ۲۰۰۰ یې بېرته راکړې. اوس نه پوهېږم چې له دې پیسو سره چیرې ولاړه شم.» نورو ښځو د «بد چلند او زورونې» یادونه کړې چې د وېرې او رواني فشار سبب شوی.
کله چې دغه ښځې افغانستان ته داخلېږي، نو له جنسي تاوتریخوالي، جبري او کم عمره ودونو، قاچاق، او آن د ژوندي پاتې کېدو لپاره له جنسي استثماره سره د مخ کېدو خطرونه زیاتېږي؛ دا وضعیت د اقتصادي بحران او د حمایوي خدماتو د نشتوالي له امله نور هم خراب شوی دی.
