بشري حقوق

سرچینې: طالبانو په هرات کې پر عاشورا مراسمو نوي محدودیتونه لګولي

ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو په هرات کې د عاشورا د مراسمو پر نمانځنو نوې محدودیتونه لګولي دي. دغو سرچینو آمو ته تأیید کړې چې د طالب ځواکونو یو ځل بیا د شیعه مېشتو سیمو پر بیرغونو او د ویر پر موکبونو یرغل کړی، بیرغونه یې ښکته کړي او په ځینو مواردو کې له ویرکوونکو سره فزیکي شخړې هم کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې سرچینې وايي، د بیرغونو لګول مخکې له مخکې د طالبانو له ځواکونو سره په تفاهم کې لګول شوي و. د طالبانو د دغو کړونو په غبرګون کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان، دغه کړنه د مذهبي آزادۍ ښکاره نقض بولي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د چنګاښ په لسمه، د سه‌شنبې شپې په اوږدو کې طالبانو د «جبرئیل، کوره ملي او د خاتم‌الانبیا ښارګوټي» په سیمو کې د ویر کوونکو کمپونه ویجاړ او بیرغونه راوشلول، او همداراز د جبرئیل له ښارګوټي یو شمېر معترض ویرکوونکي یې له ځانه سره بوتلل.

د جبرئیل ښارګوټي یوه اوسېدونکی وايي: «هو، شاوخوا دوه شپې مخکې راغلل، بیرغونه یې ښکته کړل، ځینې یې وشلول، ویې ویل چې اجازه نه لرئ کمپ جوړ کړئ، یا بیرغ پورته کړئ. سقاخانه یې هم ویجاړه کړه. ځینو ته یې څپېړې ورکړې، زما څو تنه ملګري یې له ځان سره بوتلل، ویې ویل چې اجازه نشته لکه پخوا په څېر مراسم ترسره کړئ، دا خرافات دي.»

دا په داسې حال کې ده چې سرچینې وایي، د بیرغونو لګول او د کمپونو جوړول له طالبانو سره په همغږۍ کې او د ازادو ځایونو په ټاکلو سره ترسره شوې وه. خو اوس طالبانو خبرداری ورکړی چې هر جومات باید له دوه زیات بیرغونه ونه لګوي.

بل‌خوا، یو شمېر سرچینو چې آمو ته له هراته یې ویډیویي کلیپونه استولي، ویلي دي چې طالبانو غوښتل د گذره ولسوالۍ په اندیشه ښارګوټي کې د ویرکوونکو بیرغونه ښکته کړي، خو د ځایي خلکو او ویرکوونکو له مخالفت سره مخ شول.

د جبرئیل ښارګوټي یوه بل اوسېدونکي آمو ته وویل: «زموږ په سیمه کې دوه شپې مخکې یې په زور سره بیرغونه ښکته کړل، او په ځینو نورو سیمو کې یې خلک اړ کړل چې بیرغونه ښکته کړي. موږ له حکومت غواړو چې اجازه راکړي لکه څنګه چې موږ غواړو، خپل مذهبي مراسم ترسره کړو.»

بل لوري ته، د بشري حقونو یو شمېر فعالان د طالبانو دا اقدام د مذهب د آزادۍ او د سوله‌ ییزو غونډو د حق ښکاره نقض بولي.

د بشر حقونو فعال، هادي فرزام، وايي: «هر شخص دا حق لري چې خپل مذهبي باورونه او عقیدې په ازاد ډول وټاکي او همدارنګه یې په ازاد ډول ترسره کړي، لکه د مذهبي مراسمو او آیینونو ترسره کول او سوله‌ ییزې غونډې. که چېرې دا ډول سرغړونې د طالبانو له‌ خوا دوام پیدا کړي، نه یوازې مذهبي ازادۍ به په افغانستان کې سختې محدودې شي، بلکې د طالبانو له‌ خوا دا ډول اقدامات به د قومي، فرقه‌يي او مذهبي تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل هم شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم طالبانو د محرم د ویر پر مهال په هرات کې بیرغونه ښکته کړل او یو معترض یې وواژه. د شا او خوا څلور کلونو په ترڅ کې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، هر کال د عاشورا په مراسمو کې د طالبانو له خوا د محدودیتونو راپورونه ورکړل شوي دي. ځینې وختونه دغه محدودیتونه د خلکو اود طالبانو ترمنځ د شخړو تر کچې هم رسېدلې ده.

د محرم عزاداري د شیعه مذهبو مسلمانانو لپاره یو له مهمو مذهبي مناسبتونو څخه ده، خو د راپورونو له مخې، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې ، دغه مراسم تل له خنډونو او محدودیتونو ډک ترسره شوی دی.