په ایران کې د هېواد د کډوالو ځینې خپلوان وايي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د پراخېدو سره سم، د دوی د هغو خپلوانو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي چې په ایران کې کډوال دي.
دوی همداراز آمو ته وايي چې په ایران کې د مخابراتو او انټرنیټ ننګونو له امله یې له خپلوانو سره اړیکې محدودې شوې دي. د اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې له پیل سره، په هیواد باندې د دې جګړې اغیزې په ځانګړې توګه په اقتصادي، سیاسي او کډوالۍ برخو کې زیاتې شوې.
د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي، چې زرګونه افغان کډوال چې د طالبانو له ګواښونو څخه د تښتېدو په موخه ایران ته تللي، اوس په یوه ناڅرګند او ناامنه وضعیت کې دي.
مدینه، چې د کابل اوسېدونکې ده، وایي: «خور مې په تهران کې ژوند کوي. له دوو ورځو راهیسې هېڅ خبر نه ترې لرو. ټولې کورنۍ ته اندېښنه ده او ټول کور په ژړا کې دی.»
نعمتالله بارکزی، د هرات اوسېدونکی، هم زیاتوي: «د ایران او اسرائیل ترمنځ د کړکېچ دوام د افغان مهاجرینو وضعیت لا ستونزمن کړی. باید د دې بحران د حل لپاره جدي اقدامات وشي.»
ځینې هغه کډوال چې لا هم په ایران کې دي، وایي چې وضعیت یې ناڅرګند او بې برخلیکه دی. هغوی وایي چې بېرته افغانستان ته ستنېدل ورته اسانه نه دي او امنیت یې هم له ګواښ سره مخ دی.
معروفه، چې یوه کدواله ده، وایي: «وروستي بریدونه مو سخت اندېښمن کړي دي. موږ له جګړې وتښتېدو او ایران ته راغلو، خو اوس دلته هم خوندي نه یو. رښتیا نه پوهېږو که وضعیت لا خراب شي، چېرې ولاړ شو.»
د بشري حقونو فعالان هم د کډوالو د شکننده وضعیت په اړه خبرداری ورکوي.
د بشري حقونو فعال د فهیم فراک وایي: «د بشر د حقونو ټولنه د افغان اتباعو پر وضعیت اندېښنه لري، په ځانګړي ډول خبریالان، مدني فعالان، معترضې ښځې او نور زیانپذیر قشرونه.»
د امنیتي اندېښنو ترڅنګ، د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه د افغانستان پر اقتصاد هم اغېز کړی. د ځایي سرچینو په وینا، په وروستیو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي، که دا کړکېچ دوام وکړي، ښايي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغېزمنې شي او صادرات او واردات له ستونزو سره مخامخ شي.