کډوالي

د ټرمپ له‌خوا د ژغورنې د ژمنې سره سره اماراتو ځینې افغان کډوال کابل لېږدولي

رویټرز خبري آژانس د یوه ډیپلوماټیک یادښت له مخې راپور ورکړی چې متحده عربي اماراتو لا له وړاندې افغانستان ته د هغو افغانانو بېرته لېږد پیل کړی چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د کابل د سقوط وروسته په اماراتو کې بند پاتې وو، او دغه هېواد دا موضوع واشنګټن ته هم رسماً راپور کړې ده.

یاد راپور وايي، دا اقدام یوازې څو ورځې مخکې ترسره شوی، له هغې نه مخکې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «سوشیال تروت» کې ژمنه وکړه چې دی به د اماراتو په کمپ کې بند پاتې افغان کډوال وژغوري.

امارات، چې د امریکا نږدې امنیتي متحد بلل کېږي، په ۲۰۲۱ کال کې موافقه کړې وه چې زرګونه ایستل شوي افغانان به موقتاً په «امارات بشري ښار» نومي مرکز کې ځای پر ځای کړي. د راپور له مخې، تر دې دمه شاوخوا ۱۷۰۰۰ افغانان له دې مرکز څخه تېر شوي، خو لا هم له ۳۰ زیات کسان هلته بند پاتې دي او د هغوی برخلیک ناڅرګند دی.

د «جست نیوز» خبری آژانس هم راپور ورکړی چې د اماراتو چارواکي د ځینو افغان کډوالو د طالبانو حکومت ته د سپارلو چمتووالی لري.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل پوسټ کې لیکلي: «زه به هڅه وکړم چې دوی وژغورم، له همدې اوس نه یې پیلوم.» خو د رویټرز په وینا، ښايي دا هڅه د ځینو کسانو لپاره ناوخته وي.

د جولای په ۱۰مه نېټه، د ابوظبۍ ښار کې د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار، سالم الزعابي، امریکايي چارواکو ته ویلي چې دوی دوه افغانې کورنۍ د جولای په لومړیو کې “په خوندي توګه” افغانستان ته ستانه کړي. دغه یادښت زیاتوي چې اماراتو پریکړه کړې چې پاتې ۲۵ کسان به هم تر جولای ۲۰مې نېټې پورې بېرته واستوي، او له طالبانو به د دوی د امنیت تضمین وغواړي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې پاتې کسان بېرته استول شوي که نه، او نه هم د هغو دوو کورنیو د وضعیت په اړه معلومات خپاره شوي دي.

دغې یادښت او د بېرته لېږد موضوع تر دې وړاندې نه وو افشا شوي. د ټرمپ له پوسټ ښکاري چې هغه د دې اقداماتو له تفصیل ناخبره و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، سپینې ماڼۍ او د متحده عربي اماراتو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې.