د شلو عربي او سیمهییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران د اسرائیلو ترسره شوي بریدونه په کلکه غندلي او د زغم او د سیمې د کړکېچ کمولو غوښتنه یې کړې ده.
دا خبر د مصر رسمي خبري آژانس «مِنا» له لوري خپور شوی دی.
په دې اعلامیه کې مصر، اردن، پاکستان، بحرین، برونئی، ترکیه، چډ، الجزایر، کومور، متحده عربي امارات، جیبوتي، سعودي عربستان، سوډان، سومالیا، عراق، عمان، قطر، کویټ، لیبیا او موریتانیا شامل دي. د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د «خطرناک کړکېچ» د زیاتېدو له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د هېوادونو پر حاکمیت او ارضي تمامیت یې د درناوي ټینګار کړی دی.
دوی له ټولو اړخونو غوښتي چې خپل اختلافات د سولهییزو لارو چارو له لارې هوار کړي.
هغوی همداراز د یو داسې منځني ختیځ د رامنځته کېدو یادونه کړې چې له هستوي او نورو د عام وژنې له وسلو پاک وي، او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې د اټومي وسلو د نهخپرېدو له تړون سره یو ځای شي.
په پای کې په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې «اوسنی کړکېچ یوازې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي، او دا شخړه نشي کېدای چې د پوځي وسایلو له لارې پای ته ورسول شي.»