د ټاس په نامه د روسیې یوه دولتي رسنۍ د شواهدو او سندونو په حواله راپور ورکړی چې د مسکو د کروکوس سیمې د موسیقۍ کنسرټ پر تالار د برید یو تن بریدګر په افغانستان کې روزنه ترلاسه کړې وه.
د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې د مسکو د موسیقۍ د کنسرټ پر تالار برید په ترڅ کې، چې لوېدیځو چارواکو وویل د داعش خراسان ډلې له لوري ترسره شوی، شاوخوا ۱۴۹ کسان ووژل شول او ۵۰۰ نور ټپیان شول.
ټاس راپور ورکوي چې د دغو بریدګرو له ډلې یو تن د جعلي پاسپورټ په وسیله له ترکیې، د پاکستان له لارې افغانستان ته تللی او هلته یې د «ترهګرۍ» مهارتونه زده کړي وو.
دغې روسي رسنۍ ویلي چې نوموړی د داعش خراسان غړی، چې په افغانستان کې روزل شوی او په برید کې یې رول درلود، «سید اکرام رجبعليزاده» بلل کېږي.
په راپور کې راغلي چې د داعش خراسان غړي چې دا برید یې ترسره کړی، په پیل کې له یو بل سره آشنا نه وو، بلکې یوازې د چمتووالي په پړاو کې یو له بله سره آشنا شول.
د راپور له مخې، رجبعليزاده او د هغه ملګری شمسالدین فریدوني په استانبول کې یو له بل سره آشنا شول او وروسته روسیې ته ورسېدل، په داسې حال کې چې د هغوی نور ملګري په یکاترینبورګ او کاسپیسک (د مسکو اړوند سیمه) کې اوسېدل.
د راپور پر بنسټ، په مجموع کې لږ تر لږه ۱۹۷۱ تنه د ترهګریز برید پر مهال د کروکوس د موسیقۍ د کنسرت تالار په ودانۍ کې موجود وو.
تاس وایي څېړنې ښيي چې دا ترهګریز برید د داعش خراسان ډلې له خوا د کییف په دستور تنظیم شوی و، خو اوکراین دغه ادعا ردوي.
دغې روسي دولتي رسنۍ د برید عاملین شمسالدین فریدوني، دالرژون میرزایف، محمد صبیر فیضاوف او سید اکرام رجبعليزاده معرفي کړي، چې د تلیگرام په رادیکاله خبرو اترو کې د بهر مېشتو ناڅرګندو کسانو له لوري جذب شوي وو.
په راپور کې زیاته شوې چې له ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جون میاشتې څخه تر ۲۰۲۴ د مارچ پورې، د دغه برید عاملین په ترکیه کې روزل شوي او همدارنګه یې له تنظیموونکو سره په پاکستان او افغانستان کې لیدنې کړي دي.
د روسیې د څېړنو کمېټې خپلې موندنې د روان کال د جون په میاشت کې بشپړې کړې. دا دوسیه د جنورۍ په میاشت کې محکمې ته ولېږدول شوه. د اګست په لومړیو کې محکمې د څارنوالۍ په غوښتنه د ترهګریز برید محاکمه بنده اعلان کړه.
د څارنوال په وینا، د محکمې د ګډونوالو پر وړاندې واقعي ګواښ موجود و، چې د قضیې علني څېړنه یې ناممکنه کړې وه.
