پاکستانۍ رسنۍ «ډان ورځپاڼې» راپور ورکړی، چې د افغانستان ترانزیټي سوداګرۍ تر چتر لاندې دویمه بار وړونکې بېړۍ په بریالۍ توګه ګوادر بندر ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، یاده بېړۍ له اسټرالیا څخه راغلې وه او ۲۰زره ټنه د «ډای امونیم فاسفیټ» سرې یې انتقالولې چې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې وې.
په راپور کې راغلي، چې دا د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټي اسانتیاوو په برخه کې په یوه بله مهمه پرمختیا ده.
تر دې وړاندې، د افغان ترانزیټ سوداګرۍ تر چوکاټ لاندې لومړۍ بېړۍ، د (اموي بیانډ۲) تر نامه لاندې د فبرورۍ په ۴مه نېټه ګوادر بندر ته رسېدلې وه.
اوسنی محموله د (اګوی) شخصي کمپنی لخوا وارد شوې، چې دا د ګوادر بندر د ودې او د افغانستان لپاره د یوه مهم ترانزیټي مرکز په توګه د رول څرګندونه کوي.
په افغان ترانزیټي سوداګرۍ کې دا پرمختګ هغه مهال ممکن شو، کله چې د پاکستان اقتصادي همغږۍ کمېټې د افغان سوداګرۍ لپاره د بانکي تضمینونو شرط لغوه کړ — دا پالیسي د اسانه سوداګرۍ او د پاکستان او افغانستان تر منځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې ده.
د ګوادر بندر رئیس شاه عرفان احمد وویل، چې د افغان ترانزیټي سوداګرۍ په برخه کې د ګوادر بندر پراخېدونکی رول نه یوازې د بندر وړتیا څرګندوي، بلکې د ټولې سیمې لپاره نوي اقتصادي فرصتونه هم پرانیزي.
ښاغلي احمد زیاته کړه: «موږ موخه لرو چې ګوادر بندر نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د مرکزي آسیا لپاره هم یو باوري سوداګریز دهلېز وګرځوو.»
افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له کبله د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټي پل حیثیت غوره کړی دی.