د هند د «ایر انډیا» الوتکې د پېښې د تلفاتو شمېر، ۲۶۵ تنو ته لوړ شوی دی. هندي رسنیو راپور ورکړی چې له دې شمېر څخه ۲۴ تنه د الوتکې له لګېدو وروسته، پر ځمکه وژل شوي دي.
د هند په احمدآباد کې د ایر انډیا د الوتکې د سانحې د تلفاتو شمېر ۲۶۵ تنو ته رسېدلی دی.
یاده الوتکه چې ۲۴۱ تنه سپرلۍ یې درلوده، د لندن پر لور روانه وه او پرون د احمدآباد له هوايي ډګر څخه تر الوتو څو شېبې وروسته له سقوط سره مخ شوه. د راپورونو پر بنسټ، ۲۴۰ تنه د الوتکې دننه او ۲۴ تنه نور، چې څلور محصلین هم پکې شامل دي، د الوتکې له لګېدو وروسته پر ځمکه وژل شوي دي. له دې خونړۍ پېښې، یوازې یو مسافر ژوندی پاتې شوی دی.
د هند د هوايي پېښې یوازینی ژغورل شوی کس، رمیش ویسواشکومار ، وايي: «هر څه زما د سترګو وړاندې پېښ شول. زه لا هم باور نه لرم چې څنګه ژوندی پاتې شوم. یوه موده مې داسې احساس کاوه چې زه هم مړ کېږم، خو کله مې چې سترګې پرانیستې، پوه شوم چې ژوندی یم. هڅه مې وکړه له چوکۍ ځان خوشې کړم او له هغه ځایه چې وتلای شم، ځان وباسم. زما د سترګو مخې ته د الوتکې مېلمه پالو او نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دې پېښې د ډېریو قربانیانو جسدونه په بشپړه توګه سوځېدلي او د هند چارواکي د قربانیانو د هویت پېژندنې لپاره د ډي، ان، اې معاینې ترسره کوي. تر اوسه د دې پېښې د رامنځته کېدو دقیق علت نه دی روښانه، خو د الوتکې تور بکس موندل شوی او پلټنې لا هم روانې دي. په همدې حال کې، د ایر ایندیا مالک شرکت، د «ټاټا» ګروپ، اعلان کړی چې د قربانیانو کورنیو ته به د یوه کروړ هندي روپیو مرستې ورکړي، او د مونترال کنوانسیون له مخې، ټولې احتمالي غرامتونه به شاوخوا ۳۶۰ کروړه روپیو ته ورسېږي.