په تهران کې د هېواد سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کېږي، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په ایران کې یې د هېواد د یوې کډوالې کبرا رضايي د وژنې د قضیې پلټنه پیل کړې ده.
دغه سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کېږي، ویلي چې دوی په دې اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته رسمي ډیپلوماتیک یادښت هم لیږلی دی.
په ایران کې د کبرا رضايي وژنه د ځینو سیاسي شخصیتونو او د بشري حقونو فعالانو له غبرګونونو سره هم مخ شوې ده، او ټولو د ایران له حکومت څخه غوښتي چې دا قضیه په سمدستي او عادلانه ډول وڅېړي.
په ایران کې د هېواد د یوې کډوالې کبرا رضايي د وژنې د قضیې د حل غوښتنه.
په دې وروستیو کې، په تهران کې د هیواد سفارت، چې د طالبانو لخوا اداره کیږي، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې قضیې د پلټنې پروسه یې پیل کړې او په دې اړه یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته رسمي یادښت هم سپارلی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې په تهران کې د هېواد د سفارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د دې استازولۍ مسؤولینو د قضیې د لا ډېرې پلټنې بهیر څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د کوربه هېواد د قونسلي چارو له مسؤولینو سره بېړنۍ لیدنه کړې او د سفارت (طالبانو) رسمي یادښت یې هغوی ته سپارلی دی. د یادونې وړ ده چې محترمو مسؤولینو د افغانستان سفارت (طالبانو) ته ډاډ ورکړی، چې مجرم که هر څوک وي، خامخا به د خپلو کړنو سزا وویني.»
دې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي، او د افغانستان د خلکو د اسلامي یووالي ګوند مشر محمد محقق هم په کلکه غبرګون ښودلی، دا وژنه یې د بې وطنۍ نښه بللې او د ایران له قضايي ادارو یې وغوښتل چې سمدلاسه دا قضیه وڅېړي.
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق د یادښت یوه برخه کې راغلي: «هغه ملت چې کور او وطن ونه لري په دې ډول د ښکاریانو او وحشي لیوانو خوراک کېږي، او زه هیله لرم چې د کوربه هېواد قضايي سیسټم به ستاسو په بې رحمه قاتل رحم ونه کړي.»
د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمیټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کبرا رضايي وژنه ټکان ورکوونکې بللې او د “بې طرفه، خپلواکه او هر اړخیزې” څیړنې غوښتنه یې کړې ده.
سربیره پردې، یو شمیر معترضو ښځو هم د داسې قضیو لپاره د عادلانه او غیر تبعیض چلند غوښتنه کړې، او ټینګار یې کړی چې عدالت باید یوازې د لومړۍ درجې وګړو لپاره نه وي.
خو کبرا رضایي څوک وه؟
کبرا رضایي د هېواد یوه ځوانه کډواله ښځه وه، چې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۵۰ ورځې له ورکېدو وروسته، د هغې د ټوټه شوي جسد برخې د ایران د پیشوا ښار په کثافاتو کې وموندل شوې، او نورې برخې یې د یوه ۳۲ کلن ایراني سړي په کور کې چې ویل کېږي هڅه یې کوله د اسید په وسیله د جنایت نښې له منځه یوسي. ځینې ایراني رسنۍ وایي، دا کس اوس نیول شوی او د قتل اعتراف یې کړی، خو آمو دا موضوع په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.