د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

حقاني يو ځل بيا په تلویحي ډول د کورنيو اختلافونو له ناوړه پايلو څخه خبرداری ورکړ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج‌الدین حقاني، په غیرمستقیمه توګه د طالبانو په منځ کې د ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

په یوه تازه خپره شوې ویډیویي وینا کې، چې د نوموړي د اختر د لیدنو کتنو جریان ښيي، حقاني ټینګار کړی چې د ده په باور «د اصلي موخو هېرېدل» تل هېواد له ناورین سره مخ کړی دی.

د حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې باوري سرچینو آمو ته تایید کړې وه چې په وروستیو میاشتو کې، نوموړی د هبت‌الله اخندزاده له لوري د واک پر انحصار ناخوښ دی او د طالبانو د مشر له سیاستونو سره یې مخالفتونه زیات شوي دي.

سراج‌الدین حقاني ویلي: «خلک باید د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره یو موټی پاتې شي، ځکه د اصلي موخو هېرول، هر ځل هېواد ناورین سره مخ کړی دی. موږ د تېر پر بنسټ له چا سره حساب نه کوو او بدبیني نه لرو. افغانان باید د سولې او ورورولۍ د ترلاسه کولو لپاره متحد شي.»

د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، سراج‌الدین حقاني یو له هغو مشرانو څخه دی چې وخت ناوخته د ملا هبت‌الله اخندزاده پر پالیسیو نیوکې کوي. باوري سرچینو مخکې آمو ته ویلي وو چې نوموړی د «واک د انحصار» له امله چې د کندهار له خوا ترسره کېږي، د طالبانو له مشر سره اختلافات لري.

همداراز، د حقاني اوږدې مودې غیابت چې نږدې درې میاشتې یې دوام درلود، د سرچینو په وینا، د همدې اختلافاتو ژورتیا څرګندوي.

د سیاسي چارو کارپوه، هاتف مختار، وايي: «په افغانستان کې باید یو ټول‌شموله اداره جوړه شي څو ټول خلک خپل ځان پکې وویني. تر هغه چې هبت‌الله اخندزاده له خلکو مشروعیت ترلاسه نه‌کړي، د طالبانو نظام د افغانستان د خلکو لپاره مشروع او د منلو وړ نه ‌دی.»

د نږدې څلورو کلونو په ترڅ کې، څو وارې د طالبانو په منځ کې د خپلمنځي اختلافاتو، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په شمول؛ ځینو لوړپوړو طالب چارواکو، د خپل مشر له سخت دریزو پالیسیو ناخوښ ول او په دې اړه راپورونه هم ورکړل شوې دي. دا نیوکې او اختلافات ځینې وختونه حتا علناً او د رسنیو د کامرو پر وړاندې هم څرګند شوي دي.

خو داسې ښکاري چې د طالبانو مشر، هبت‌الله اخندزاده، د دغو نیوکو په ځواب کې تل د بې قید او شرط پر اطاعت ټینګار کوي. وروستی مورد یې چې د کندهار سرچینو له آمو سره تأیید کړی، چې نوموړي ان د ټولو طالبانو د اختریزو پیغامونو د خپرېدو مخنیوی کړی او د رسنیو او عامه ځایونو له لارې یې خپرول منع اعلان کړي دي.