نړۍ

د ایران مشر د سپاه او ستردرستیز د قوماندانۍ لپاره نوې ټاکنې وکړې

سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د ایران مشر علي خامنه‌اي، حبیب‌الله سیاري د ایران د وسلوالو ځواکونو د ستردرستیز د سرپرست او د محمد باقري ځای ناستي په توګه ټاکلی دی.

همداراز، احمد وحیدي د حسین سلامي پر ځای د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

باقري او سلامي نن سهار د جمعې (د غبرګولي ۲۳مه) د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې چې پر ایران ترسره شول، وژل شوي دي.

د جمعې په سهار د اسراییلو د ایران پر نظامي هدفونو، اټومي تأسیساتو او د سپاه پاسداران پر لوړپوړو قوماندانانو پوځ پراخ بریدونه پیل کړل، چې لږ تر لږه یو ساعت یې دوام درلود.