په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حماد طیب ویلي چې ددغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یوه ۲۳ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.
هغه ادعا کړې چې دغه ځوان «په نشهیي توکو روږدی و او خپل رواني تعادل یې له لاسه ورکړی و.»
خو د دغه ځوان کورنۍ تر اوسه د ځانوژنې د علت په اړه څه نهدي ویلي.
تر دې وړاندې، د ډېری ځوانانو د ځانوژنو لاملونه فقر، بیکاري او کله ناکله کورنی تاوتریخوالی ښودل شوي دي.
په همدې حال کې، پرون (شنبه، د چنګاښ ۷مه) په کندهار ولایت کې سیمهییزو سرچینو آمو ته ویلي چې یو بل ځوان هم د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د دبرو پله په سیمه کې ځان وژنه کړې ده.
دا ځوان فدا محمد نومېده او په خپل کور کې یې ځان وژلی دی. د سرچینو په وینا، نوموړي له دې کار مخکې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو: «خدای پامان.»
تر اوسه د طالبانو سیمهییزو چارواکو یا امنیتي ادارو په کندهار کې د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.
د دې ځانوژنې د انګېزې په اړه هم تر اوسه څه نهدي روښانه شوي.