افغانستان

د طالبانو مشر د خپل کابینې دوه وزیران تبدیل کړي

د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده د خپل کابینې دوه وزیران له یوه موقفه بل موقف ته تبدیل کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ایکس کې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ښار او کور جوړونې پخوانی وزیر حمدالله نعماني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه.

د هغه په وینا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر نجیب الله حقاني د ښارجوړونې د وزیرپه توګه وټاکل شول.

طالبانو تر خپل نږدې څلور کلن حاکمیت لاندې تر دې دمه، یوازې خپل چارواکي له یوه مقامه بل ته تبدیل کړي دي او تراوسه یې نوي کسان د کابینې غړي نه دي ټاکلي.

د طالبانو دا ډول کورني بدلونونه له پراخو انتقادونو سره مخ شوي دي.

د هېواد یو شمېر وګړي وايي، طالبان واک او حکومتي جوړښتونه انحصار کړي، او خلکو ته د ګډون یا برخې اخیستو هېڅ فرصت نه ورکوي.

نجیب‌الله حقاني د طالبانو د حقاني شبکې له غړو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۷مه (د ۱۴۰۰ لمریز کال د سنبلې په ۱۶مه) د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د سرپرست وزیر په توګه ګومارل شوی و.

په افغانستان کې د طالبانو د لومړي حاکمیت پر مهال (۱۹۹۶–۲۰۰۱) هم نوموړي څو دولتي دندې پر غاړه لرلې. هغه د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د مور زوی دی.

حمدالله نعماني د ۱۴۰۰ لمریز کال د جدې په میاشت کې د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړولو د وزیر په توګه ټاکل شوی و. هغه تر دې وړاندې د طالبانو له لوري د کابل ښاروال پاتې شوی، او د طالبانو د لومړي واکمنۍ پر مهال هم د کابل ښاروال و. نوموړی د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.