د کرکټ نړیوالې شورا په افغانستان کې د ښځو پر کرکټ د بندیز له کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه اندېښنې وروسته لا ډېرې شوې کله چې طالبانو څرګنده کړه چې ښځو ته به د کرکټ په سیالیو کې د ګډون اجازه ورنه کړل شي.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال، احمدالله وثیق د اسټرالیا(اسبياس) شبکې سره په یوې مرکې کې ویلي: «زه فکر نه کوم چې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې کرکټ وکړي، ځکه چې داسې اړتیا نه ده چې ښځې کرکټ وکړي.»
هغه زیاته کړه، چې په داسې لوبو کې ښځې د عامو خلکو په حضور کې راځي او د «نیمګړې پوښښ» له امله دا د دوی له اسلامي ارزښتونو سره «مخالف» دی.
وثیق وویل: «موږ د خپلې دین لپاره مبارزه کړې او له اسلامي ارزښتونو نه تېرېږو، حتی که نړیوال مخالفت هم وي.»
د نړیوال کرکټ د شورا د قوانینو له مخې، بشپړ غړي هیوادونه باید د ښځو ملي لوبډله ولري.
افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، خو په هغه وخت د ښځو د لوبډلې درلودلو څخه معاف و.
خو، په نومبر ۲۰۲۰ کې د افغانستان د کریکټ فډراسیون له ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره قرارداد لاسلیک کړ او د ښځو په منځ کې یې د کرکټ د پراختیا هڅې پیل کړې.
د نړیوال کرکټ شورا په یوه رسمي بیانیه کې چې اسوشیټیډ پرېس ته لېږل شوې، ویلي چې د ښځو د کرکټ په اوږدمهاله وده باندې ژمن دی او په فرهنګي او مذهبي چیلینجونو سره سره د افغانستان په عضویت کې پرمختګونه شوي دي.