سرچینو آمو ته ویلي، چې د «اوسلو مجمع» تازه ناسته نن (چهارشنبه د غبرګولي په ۲۱مه) ترسره شوې ده.
تر دې وړاندې دوه لوړپوړو لویدیځو ډیپلوماټيکو سرچینو آمو ته منلې وه، چې د افغانستان موضوع به د دې فورم اصلي محور وي.
اوس، سربېره پر دې، یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په اسلو فورم کې د ګډون په موخه، ناروې ته روان دی.
د اسلو فورم تازه پړاو ناسته به د دوه ورځو لپاره وي او د جون په یوولسمې او دولسمې ترسره کیږي. د هغو معلوماتو له مخې، چې د دې فورم په رسمي وېبپاڼه کې راغلې دي، د اسلو فورم ناسته تر ډېره یوه غیر رسنیزه ناسته ده، ځکه ویل شوي چې د دې ناستې موخه دا ده چې د لانجمنو مسایلو او شخړو د حل او سولې ته د رسېدو لپاره خوندي او محرم نظریات وړاندې شي.
خو تر اوسه روښانه نه ده، چې په دې ناسته کې د طالبانو پلاوی به هم ګډون وکړي او که نه.