نړۍ

امریکا کې د مظاهرو پراخېدل: په لاس‌انجلس کې د ګرځ‌بندیز مقررات وضع شول

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ ضد سیاستونو پر وړاندې د روانو مظاهرو په دوام کې، په لاس‌انجلس ښار کې د ګرځ‌بندیز محدودیت وضع شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې دغه مظاهرې لومړی د ټرمپ د حکومت د کډوالو چارو د مامورینو او د هغه د کډوالي ضد سیاستونو پر وړاندې په لاس‌انجلس کې پیل شوې؛ خو اوس دا مظاهرې د شیکاګو او نیویارک ایالتونو ته هم پراخې شوې دي.

په همدې حال کې، د کالیفورنیا والي، گوین نیوسام، له اعتراض‌کوونکو غوښتي چې د امریکا د ولسمشر پر ضد دې ودرېږي.

هغه وروسته له هغې چې دونالد ټرمپ د دغو مظاهرو د ځپلو لپاره دوه زره تنه د ملي ګارډ سرتیري ځای پر ځای کړل، دا اقدام «ناقانونه» وباله او له ولسمشر یې وغوښتل چې دا حکم لغوه کړي.

د کالیفورنیا والي بیا په یوه تازه وینا کې اعتراض‌کوونکو ته وویل: «هغه څه چې ډونالد ټرمپ تر ټولو زیات غواړي، ستاسو وفاداري، چوپتیا او په دې شېبه کې ملګرتیا ده. تسلیم یې نه شئ.»

د دغو مظاهرو په پیل کې، د اعتراض‌کوونکو ډلو – چې زیات شمېر یې د مکسیکو بیرغونه او د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ چارواکو پر ضد شعارونه له ځان سره لرل – د لاس‌انجلس په بېلابېلو سیمو کې راټول شوي وو.

په ورته وخت کې، د سوسیالیزم او آزادۍ ګوند د لاس‌انجلس څانګې له وړاندې د دغو مظاهرو د انسجام او ویناوو تابیا کړې وه او د ټرمپ د کډوالۍ ضد سیاستونو پر وړاندې یې کلکه نیوکه کړې ده.