سوداګري

د واګې په بندر کې د افغان ترانزیټي توکو ۱۱ موټر لا هم هند ته د ننوتو په انتظار دي

د افغانستان په ترانزیټي توکو بار یوولس موټر، د واګې په بندر کې هند ته د رسېدو لپاره د پولیسو اجازې ته په تمه دي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې افغان سوداګر د خپلو اسنادو د بشپړولو په هڅه کې دي، تر څو توکي یې هند ته انتقال شي.

د یو شمېر سوداګرو په وینا، په دغو موټرو کې وچه مېوه بار ده.

وروسته له هغې چې د اپرېل په ۲۳مه نېټه د واګې بندر د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوه، د افغانستان ۱۵۰ ټرانزیټي موټر د هند او پاکستان ترمنځ په واګه بندر کې بند پاتې شول، چې له دې شمېرې یوازې ۱۱ موټرو یې تر دې مهاله هند ته د ننوتو اجازه نه ده ترلاسه کړې.