په خوست ولایت کې سرچینې امو ته وايي، چې په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ په یوه مکتوب کې خبر ورکړی، چې د ځانوژنې د قربانیانو انځورونه دې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره نه شي.
که څه هم سرچینو څرګنده شمېرې نه دي وړاندې کړي، خو وایي چې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، په خوست کې د ځوانانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي، او دا موضوع د سیمې د خلکو او د طالبانو د ځایي چارواکو اندېښنې راپارولي دي.
همداراز، د سرچینو په وینا، د طالبانو امنیې قوماندانۍ د خوست دیني علماوو ته امر کړی چې ځوانانو ته د «ځانوژنې» د ناوړو پایلو په اړه خبرداری ورکړي.
سرچینو زیاته کړې چې د تېرو نږدې څلورو کلونو د ځانوژنې ډېری پېښې د ځوانانو ترمنځ وې، او د دغو پېښو اصلي عوامل بېکاري، رواني فشارونه، کورني مشکلات او نشهیي توکي ښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د تېر کال لهخوا خپاره شوي شمېرې ښيي، چې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په اوږدو کې ۷۲ کسانو په خوست کې ځانوژنه کړې ده.