د کلیفورنیا والي، ګاوین نیوسام، د لاسانجلس د مظاهرو د ځپلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د ملي ګارډ ځواکونو ځای پر ځای کول «غیرقانوني» بللي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د کالیفورنیا د ملي ګارډ ځواکونه د یکشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ په امر د دې لپاره ځای پر ځای شول، څو د هغو مظاهرو درېیمه ورځ کنټرول کړي چې د امریکا د کډوالي قانون د تطبیق پر ضد ترسره کېدې.
دغه ځواکونه د فډرالي حکومت ودانیو شاوخوا ځای پر ځای شوي، ځکه چې پولیس او مظاهره کوونکي په جلا جلا مظاهرو کې، چې د فډرالي حکومت د سختو کډوالي ضد سیاستونو پر وړاندې شوي، سره نښتې دي.
د لاسانجلس پولیسو تر اوسه څو اعتراضیه غونډې «غیرقانوني تجمعات» اعلان کړي او ادعا یې کړې، چې ځینو مظاهره کوونکو پر پولیسو باندې د کانکریټ، بوتلو او نورو شیانو ګوزارونه کړي دي. له دغو مظاهرو خپاره شوي ویډیوګانې ښيي چې د یکشنبې ماښام د وایمو شرکت څو موټرونه د ښار په یوه سړک کې وسوځول شول.
د پولیسو ادارې په یوه ټولنیزه رسنیزه پوسټ کې لیکلي: «نیونې پیل شوې دي.» د لاسانجلس پولیسو سپاره افسران ځای پر ځای کړي تر څو د خلکو کنټرول وکړي.
د ویډیوګانو له مخې، مظاهره کوونکو پر پولیسو «شرم دې وي» نارې وهلې او ځینو پر هغوی شیان ورګوزار کړي. یوې ډلې مظاهره کوونکو د ښار د مرکز یوه مهمه لویه لاره، ۱۰۱ لویه لار، بنده کړې ده.
مظاهره کوونکي، چې ډېری یې د مکسیکو بیرغونه او د امریکا د کډوالو چارواکو پر ضد شعارونه له ځان سره لېږدول، په څو ځایونو کې راټول شوي وو. د سوسیالیزم او آزادۍ ګوند د لاسانجلس څانګې د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته د ماسپښین لپاره غونډه تنظیم کړې وه.
خو د کلیفورنیا والي ګاوین نیوسام ویلي چې له ټرمپ یې غوښتي څو په لاسانجلس ښار کې د ۲ زره ملي ګارډ سرتېرو د ځای پر ځای کولو امر بېرته واخلي او دا یې «غیرقانوني» بللی دی.
هغه ټرمپ تورن کړی چې غواړي مصنوعي بحران رامنځته کړي او د کالیفورنیا ایالت حاکمیت تر پښو لاندې کړي. نیوسام په ایکس کې په یوه پوسټ کې لیکلي: «دا د یوه دیکتاتور کړنې دي، نه د ولسمشر.»
سپینې ماڼۍ د نیوسام څرګندونې رد کړې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي: «ټول د ګډوډۍ، تاوتریخوالي او قانون ماتونې شاهدان وو.»