افغانستان

د ویانا د ناستې پاي؛ د افغانستان لپاره د سیاسي حللارې پلوي یوو

د ویانا ناسته چې د طالبانو د کابو دېرشو مخالفو شخصیتونو په ګډون د اتریش په پلازمینه ویانا کې د اتریش د نړیوالو چارو انستیتوت په کوربتوب د سپتمبر له ۱۵ تر اتلسمې پورې د درېیو ورځو لپاره ترسره شوه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان د جمهوري نظام له سقوطه د یوه کال په تېرېدو او واک ته د طالبانو په رسېدو، د هېواد کړکېچن وضعیت د ډېری افغانانو، د سیمې او نړۍ د اوسېدونکو لپاره د منلو وړ نه دی. د یوه ټولګډونه، مسوول او ځواب ویوونکي حکومت د رامنځته کېدو لپاره ملي او نړیوالې هڅې تراوسه بې پایلې وې او د طالبانو اداره لا هم پر انحصار، ځان غوښتنې او د خلکو د رایو ته له پامه پرته دولت پر جوړولو ټینګار لري.»

د ویانا په ناسته کې ګډون وال دا ناسته د افغانستان د ستونزې د اواري لپاره د ملي او ډیموکراتیکو خبرو پیلامه بولي.

ددې اعلامیې په دوام کې راغلي چې موږ د ویانا ناسته د سیاسي بهیرونو، ګوندونوو سیاسي او مدني فعالینو ترمنځ د معنی لروونکي سیاسي بهیر د پیل او د یوه ګډ لیدلوري د پیاوړتیا لپاره چې د یوه هراړخیز او بدیل سیاسي جوړښت د رامنځته کېدو لامل شي ګڼو او د سیاسي خبرو له لارې د هېواد د کړکېچ د اواري پلویان یوو او هغه غوره لار بولو، په دې لاره کې به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له ټولو ابزازو استفاده وکړو.

Photo: Handout

د ویانا په ناسته کې ګډون والو د ملګروملتونو سازمان او د سیمې او نړۍ هېوادونو پر اساسي رول په ټینګار سره، د خپلو مشروع او حق پالو غوښتنو لپاره د افغانانو له مقاومته ملاتړ وکړ.

ددې اعلامیې په دوام کې راغلي: «موږ د افغان مېرمنو له تاریخي او حق غوښتونکو مبارزو ملاتړ کوو او د متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د همپالنې د رامنځته کېدو غوښتونکي یوو.»

د ویانا ناستې ګډون والو د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د یوه ولسواک او ملي نظام د رامنځته کولو لپاره د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو په راستنېدو او په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو ډلو د فعالیت له پراختیا د دوی په ملاتړ سره، موږ د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړو چې له توپیر پرته او د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو ته په پام سره له ترهګرۍ سره په مبارزه کې عمل وکړي.

د ویانا د ناستې د اعلامیې په پای کې د افغانستان په اړه ویل شوي چې موږ د ملګروملتونو له سازمان او بشري حقونو له بنسټونو غواړو ترڅو بشري جنایتونه مستند، خپاره او ورته عدالت غوښتنه وکړي او همداراز د طالبانو خلاف بندیزونو څارنې ته لازیات پام وکړي. موږ د نجونو منځینو او لیېسو دورو ښوونځیو د بې له ځنډه پرانیستو او په درسي نصاب کې د نه لاسوهنې غوښتونکي یوو.

دوی ټینګار کړی چې موږ د خلکو د ارادې پربنسټ د دولت د رامنځته کولو لپاره د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژندلو لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع څخه هرکلی کوو.

د ویانا په ناسته کې د احمد مسعود، رحمت الله نبیل، زلمي رسول، دادفر سپنتا او یو شمېر نورو سیاستوالو په ګډون سیاسي شخصیتونو ګډون درلود.