د آمو حوزه

د روسیې رسنۍ: افغانستان کې یوه روسي شرکت د ۴جي شبکه فعاله کړې ده

د روسیې یوه مخابراتي شرکت چې د امریکا د بندیزونو لاندې دی، په افغانستان کې د ۴جي (فورجی) انټرنیټ شبکه فعاله کړې ده.

د روسیې اقتصادي ورځپاڼې «ودوموستی» د راپور له مخې، د سن‌پترزبورګ مېشت شرکت «پروټېی» تېر کال د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د «فورجی» خدمتونو لپاره اړین مرکزي سیسټمونه نصب کړي دي.

دا پروژه د شاوخوا ۱۰ میلیونه کسانو لپاره د ټلیفوني او انټرنیټي اړیکو د برابرولو ظرفیت لري.

دا لومړی ځل دی، چې د پروټېی شرکت د موبایل شبکې ټکنالوژي بهر ته صادروي او دا ګام د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د روسیې او طالبانو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ژورېدو نښه ګڼل کېږي.

د پروټېی شرکت د ۲۰۲۳ کال راهیسې، د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا تر بندیزونو لاندې دی، خو دغو بندیزونو ظاهراً د دې شرکت د نړیوالو فعالیتونو مخه نه ده نیولې، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د لوېدیځ په کې نفوذ کم شوی دی.

د پروټېی شرکت دا پروژه د روسیې د دولتي مخابراتي شرکت «راست‌تلکام» سره په ګډه پلې کړې ده، او دا شبکه د لوېدیځو شرکتونو لکه اریکسون او نوکیا له وتلو وروسته، د یو بومي بدیل په توګه وړاندې شوې ده.

دا پرمختګ د روسیې د سیمه‌ییزې ستراتیژۍ برخه ده، چې له مخې یې مسکو هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اقتصادي او لوژستیکي اړیکې پراخې کړي.

د روسیې سترې محکمې په اپریل میاشت کې طالبان له د روسیې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه وایستل، چې دا اقدام د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.

د دې شبکې د دقیقو ولایتونو نومونه نه دي افشا شوي، خو د پروټېی شرکت مرستیال رئیس ویلي چې دا شبکه د ۱۰ میلیونه کسانو لپاره خدمتونه وړاندې کولی شي.