د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکونکي ریچارټ بنټ، د لوی اختر په مناسبت یو پیغام کې د افغانانو د استقامت ستاینه کړې او د ازادۍ، انساني کرامت او مساوي حقونو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
ښاغلي بنت په خپل اکسپاڼه لیکلي: «ټولو مسلمانانو ته د قربانۍ اختر مبارک. هیله لرم دا اختر د داسې راتلونکي زېری وي چې هر انسان پکې د آزادۍ، کرامت او مساوي حقونو سره ژوند وکړي.»
نوموړي زیاته کړې: «د افغانانو لپاره، ستاسو مقاومت او زغم د سختیو په وړاندې رښتیا هم الهامبښونکی دی.»
دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې له ۲۰۲۱ کال د اګسټ راهیسې، په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت ته نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.
پر زدهکړه، کار او تګ راتګ د ښځو محدودیتونه، او د مخالفت کوونکو پر وړاندې د فشار راپورونه، د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
ریچارډ بنټ، چې په ۲۰۲۲ کال کې دې دندې ته ګمارل شوی، څو ځله له طالبانو غوښتي چې پر ښځو د «سیسټماټیک تبعیض» سیاستونه پای ته ورسوي او د افغانستان نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.