د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

د طالبانو مشر له خپلو امرونو اطاعت «واجب» بولي

هبت‌الله اخوندزاده، د طالبانو مشر

د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده، د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې یو ځل بیا د خپلو امرونو د اطاعت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هغه د هدایتونو پیروي «واجب او ضروري» ده او ټول باید اطاعت یې وکړي.

نوموړي همداراز د هغه څه چې دی یې «شریعت» بولي، د پلي کېدو ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې د «اسلامي نظام» د پیاوړتیا لپاره خپل یووالی وساتي او لا ډېرې هڅې وکړي.

له بلې خوا، د طالبانو مشر په هغه پیغام کې چې د طالبانو د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، خپور کړی، د هېواد له علماوو، مشرانو او بانفوذه شخصیتونو غوښتي چې د طالبانو د واک د بقا لپاره ودرېږي او «په خپلو لیکنو، تحلیلونو، څېړنو او نظر څرګندونو کې د خلکو ذهنیت جوړونې ته لومړیتوب ورکړي» او د هغه څه مخه ونیسي چې دی یې «فتنه او فساد» بولي.

شاغلي اخوندزاده د یادو شخصیتونو نظرونه، څرګندونې او دریځونه د خپل مشرتابه تر واک لاندې د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره مهم بللي دي.

هبت‌الله اخوندزاده د خپل اخترني پیغام په یوه برخه کې له طالب قاضیانو غوښتي، چې په پرېکړو کې د افرادو شخصیت ته ونه ګوري، بلکې د هغوی «جرم» ته پام وکړي او پر همغه اساس پرېکړه وکړي.

نوموړي د «شرعي نظام تطبیق» د طالبانو د وژل شویو غړو «ستر هدف» بللی او د هغوی «جهاد» یې د محکمو له چلند سره تړلی بللی دی.

نوموړي همداراز د طالبانو د حج او اوقافو وزارت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتي چې د علماوو په مشوره خپل کارونه، چې هغه یې «دعوت، د نېکو اعمالو ترویج او د شرعي نظام پیاوړتیا» بللي، پر مخ یوسي.

په ورته وخت کې، اخوندزاده د اختر په پیغام کې له سوداګرو غوښتي چې د هېواد د اقتصادي ځان‌بساینې لپاره هڅې وکړي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو د واک دوام له اقتصاد سره تړاو لري.

نوموړي له د طالبانو د کډوالو وزارت هم غوښتي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو مهاجرینو سره «د خپلې وسې په اندازه» مرسته وکړي او هغوی په ټاکل شوو سیمو کې ځای پر ځای کړي.

هغه په دې پیغام کې ټینګار کړی چې د طالبانو ملکي او نظامي کارکوونکي باید د یو بل په چارو کې مداخله ونه کړي، ځکه د ده په باور دا کار «بې‌باوري، ګډوډي او ناراحتۍ» ته لاره هواروي.

هبت‌الله اخوندزاده د خپل پیغام په وروستۍ برخه کې د غزې جګړه «ستر انساني ظلم او جنایت» بللې او ویلي یې دي، چې طالبان د غزې له خلکو ملاتړ کوي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له هغه راوروسته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته ستانه شول، د طالبانو مشر لسګونه فرمانونه صادر کړي دي، چې د ښځو او نجونو د حقونو، ازادۍ او ورځني ژوند خلاف ګڼل کېږي.

یاد فرمانونه، چې یا لیکلي یا هم شفاهي اعلان شوي، د زده‌کړو، کار، فردي ازادیو او ټولنیز مشارکت په برخو کې سخت محدودیتونه لګولي دي.

د هېواد یو شمېر وګړي وایي، طالبان د هغه څه په نوم چې دوی یې «شریعت» بولي، هڅه کوي خپل فکرونه او لیدلوري پر خلکو وتپي.

همدا راز، هغه کډوال چې هېواد ته راستنې شوي، تل له بنسټیزو اسانتیاوو، دندې، د ژوند شرایطو او د خپلو لوڼو د زده‌کړې د نشتوالي شکایت کړی دی.

دغه راز، د طالبانو مشر داسې مهال د جرمونو او د هغوی د سزا په اړه غږېږي، چې یوې باوري سرچینه مخکې آمو ته ویلي وو، چې ۱۵ خبریالان، رسنیز کارکوونکي او درې تنه دیني عالمان چې د طالبانو منتقدین دي، د طالبانو په بندخونو کې بنديان دي. دوی د نظر څرګندونې، مطالبو خپرولو او انتقاد له امله نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، دوو نورو سرچینو چې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه استازولي کوي، آمو ته تایید کړې چې له دې خبریالانو ځینو ته د طالبانو له خوا دوه تر درې کلنه زندان سزا ورکړل شوې ده.

یو تن له طالبانو تازه راخلاص شوی منتقد، چې د امنیتي دلیلونو له کبله نه غواړي نوم یې واخېستل شي، آمو ته په یوه مرکه کې ویلي، طالبان د انتقاد منلو توان نه لري.