سوداګري

د ننګرهار د خرما بڼ سږني حاصلات ۲۰ ټنه اټکل شوي

مسوولین وایي، تېر ۱۴۰۰ کال کې د همدې بڼ حاصلات ۱۰ ټنه وو، خو سږکال یې حاصل تر ۲۰ ټنو رسېږي، چې د تېر په پرتله یې سږنی حاصل دوه برابره زیات دی.

د ننګرهار کانال ریاست لپاره د طالبانو رئيس غلام الرحمن کظیم وایي، د جلال اباد ښار اړوند فارم هډې خرما بڼ په څلوېښت جریبه ځمکه جوړ شوی، چې شاوخوا ۲۷۰۰ بوټي پکې کرل شوي.

نوموړی وایي په یاد بڼ کې شپږ ډوله خرما موجوده ده، چې هرکال یې حاصلات زیات او مینه وال یې هم په علاقې سره اخلي.

د ننګرهار د کانال رئیس غلام الرحمن کظیم زیاتوي: «موږ د خرما بڼ لپاره د اړتیا پرمهال هغه څه چې اړتیا ده پر وخت اقدامات کړي اوبه او نور سره مو  پر وخت ورکړې ده، اوس بڼ معیاري دی او حاصلات یې هم مخ په زیاتېدو دي.»

د ننګرهار د خرما بڼ مسوولین بیا د سږنيو حاصلاتو زیاتوالی مصنوعي القاح یادوي.

د یاد بڼ مشر عبدالقیوم د آمو تلوېزیون سره په خبرو کې وویل، چې مصنوعي القاح د بڼ په حاصلاتو کې زیاتوالی راوستی  او هیله لري، چې راتلونکي  کال ته یې حاصل تر دې هم زیات وي.

عبدالقیوم زیاته کړه: «موږ سږکال د بڼ لپاره مصنوعي القاح وکړه او دا له نېکه‌مرغه ښه ثابته شوه او سږکال حاصلات زیات دي. کال ته انشاء الله که ژوند وو تر دې به هم حاصلات زیات وي.»

نوموړی وایي په خرما بڼ کې ورسره په لسګونه کسان هم کار کوي، خو وایي که پام ورته ډېر شي ښايي په هېواد دننه د خرما اړتیا پوره او د صادراتو مخنیوی وشي.

د خرما بڼ کارګر بیا په دې باور دي  که په دې ولایت کې د خرما نور بڼوڼه جوړ شي نو د تولیداتو د زیاتوالي ترڅنګ به سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د دې بڼ کاریګر رحیم الله وایي: «زموږ ښه کار جوړ دی، کور ستونزې هم هوارې دي او خرما هم تولیدات زیات کړي، هیله کوو چې په هېواد کې بڼوالۍ ته کار زیات شي، یوه ګټه به دا وکړي، چې حاصلات به زیات شي بل دا چې بې کاره ځوانان به په کار شي.»

دا خرما د ننګرهار سربېره په ټول هېواد کې مینه وال لري.

له مزارشریفه ننګرهار ته راغلی عبدالعلي وایي: «دا خرما ښه خوږه ده او هر کال یې زه اخلم، دا یوه ډالۍ ده، چې زه یې هر ځل دلته له راتګ سره خپلوانو او ملګرو ته بېرته مزار ته وړم. د دې ترڅنګ زیتون اچار او تېل او دغه راز شړشم هم وړم.»

نوموړی وایي تمه لري، چې په دې برخه کې پانګونه ډېره او له بهره د خرما د صادراتو مخه ونیول شي.

د جلال اباد ښار فارم هډې سیمه کې د خرما دغه بڼ په ۲۰۰۹  کال کې جوړ شوی دی.

طالب چارواکي وایي سږ کال یې تازه په پنځه ویشت جریبه ځمکه د خرما  بوټې کېنولي او هیله ده لري، چې ژر حاصل ته ورسېږي او د تولید د زیاتوالي ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه برابره شي.