طالبانو په دوو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې له سلو زیات کسان په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې د رسمي شمېرو له مخې، ښځې هم د بېلابېلو تورونو له امله په دُرو وهل شوي دي، لکه له کوره د تیښتې په تور.
ځینې ښاریان وايي چې د طالبانو له خوا د خلکو په دُرو وهل په بې ساري ډول زیات شوي دي او طالبان غواړي چې دا مسله عادي کړي.
په دې وروستیو ورځو کې، طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په بې ساري ډول د دُرو وهلو پروسه زیاته کړې ده.
په دوو اونیو کې، د ټولو په وړاندې ۱۰۷ کسان په دُرو وهل شوي دي.
د طالبانو له خوا د دې سزا په پلي کېدو کې ښځې هم شاملې دي.
د دې څلورو ولایتونو په ګډون، طالبانو د نهو نورو ولایتونو یو شمیر اوسیدونکو ته هم د دُرو وهلو سزا ورکړې ده.
د مثال په توګه، د تخار، بدخشان، کندز، سرپل، سمنګان، خوست، پکتیا، لوګر او دایکندي ولایتونو کې د هیواد ځینې وګړي له کوره د تیښتې، غلا، زنا، د الکولو پلورلو او نورو تورونو په تور په دُرو وهل شوي دي.
په ځینو برخو کې، که څه هم تور یو وو، خو طالبانو له تورنو سره دوه ګونی چلند کړی دی.
د هیواد ځینې وګړي وايي چې طالبانو په دې وروستیو ورځو کې په ټول هیواد کې د دُرو وهلو سزاګانې زیاتې کړې دي او هڅه کوي چې دا مسله عادي کړي.
د دیني مسایلو ځینې پوهان په دې باور دي چې طالبان، د اسلامي اصولو په پام کې نیولو پرته، په خلکو باندې په خپل سري ډول حدود پلي کوي.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ هم په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د افغانانو د بدني سزا د پای ته رسولو غوښتنه کړې، او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو سختې سزاګانې د نړیوال قانون سرغړونه ده او طالبان باید عادي نشي.