سیاست

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه ناسته ترسره کوي

د چنګاښ په دویمه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه ناسته ترسره کوي؛ هغه ناسته چې پکې د یوناما مشره، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر استازی او د افغان مدني ټولنې غړی د هیواد د وضعیت په اړه راپور ورکوي.

د امنیت شورا راپور وايي چې د یوناما مشره، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یو چارواکی او د افغان مدني ټولنې استازی به د هیواد د وضعیت په اړه راپور ورکړي.

د امنیت شورا د راپور له مخې، د دې شورا غړي ممکن د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې د چارو د څانګې او یوناما له استازو سره د غیر رسمي ناستو غوښتنه وکړي ترڅو د طالبانو د کړنو پر وړاندې د دې شورا لخوا د شونو اقداماتو په اړه بحث وکړي، په شمول د موزاییک پلان.

د امنیت شورا راپور د افغانستان په اړه د شورا د دایمي غړو ترمنځ د شدید اختلاف په اړه هم خبر ورکړی دی.

کېدای شي په دې پړاو کې، د ملګرو ملتونو د موزاییک پلان په اړه، چې په ډیپلوماتیک ډول طالبان پکې شامل دي او له جدي نیوکې سره مخ دی، بحث وشي؛ لکه څنګه چې د امنیت شورا راپور وړاندیز کوي، د شورا غړي ممکن د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې د چارو د څانګې او یوناما له استازو سره د غیر رسمي ناستو غوښتنه وکړي ترڅو د طالبانو د کړنو په ځواب کې د دې شورا د شونو اقداماتو په اړه بحث وکړي، د سیاسي تعامل لپاره د لارې نقشه، د موزاییک پلان، د دوحې پروسې راتلونکي ګامونو، او د نشه یي توکو او خصوصي برخې کمیټې په ګډون.

د افغانستان په اړه د شورا د دایمي غړو ترمنځ اختلافونه لا هم په خپل ځای پاتې دي. د امنیت شورا راپور ویلي، په داسې حال کې چې دایمي غړي د یو باثباته، سوله ییز، له ترهګرۍ څخه پاک افغانستان لپاره د یو ټول ګډونه حکومت سره په خپلو ژمنو کې متحد دي، خو دوی د دې موخې د ترلاسه کولو په اړه اختلاف لري.

د راپور له مخې، درې دایمي غړي فرانسه، بریتانیا او متحده ایالات او د دوی ورته فکر لرونکي هیوادونه غواړي چې طالبان د بشري حقونو په ګډون نړیوالو ژمنو ته غاړه کیږدي ترڅو په رسمیت وپیژندل شي.

خو چین او روسیه د بشري حقونو مسلو ته د رسیدو او د فشار او مرستې پرته له طالبانو سره تعامل او خبرې اترې غواړي؛ دا دواړه هیوادونه د کنګل شویو افغان شتمنیو خوشې کول هم غواړي، هغه چې د طالبانو غوښته هم ده.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا د دایمي غړو اختلافات دومره ډېر شوي چې په شپږو میاشتو کې دوی په دې اړه دې هوکړې ته نه دي رسیدلي چې کوم هیواد باید د افغانستان په اړه د دې شورا د پریکړه لیکونو مسوده لیکوونکی وي.

د امنیت شورا راپور کې ویل شوي چې متحده ایالات د دې مسؤولیت اخیستو لپاره د سویلي کوریا ملاتر کوي په داسې حال کې چې چین د پاکستان ملاتړ کوي. د اختلافاتو له امله، غړي لا تر اوسه نه دي توانیدلي چې چې څوک باید د دوی د مسودې مسؤولیت په غاړه ولري.

د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې یو له ځانګړو موضوعاتو څخه د موزاییک پلان په اړه د بحث امکان دی؛ هغه پلان چې یوناما له ۲۸ هیوادونو سره د مشورې لپاره وړاندې کړی چې د دوحې پروسې او طالبانو غړي دي، او په هغه کې غیر طالب شخصیتونه د افغان مسلې د اصلي لوري په توګه نه دي پیژندل شوي.

د طالبانو د ډیپلوماتیک رسمیت پیژندنې له مخې، په دې پلان کې د بندیزونو لرې کول، د افغانستان د شتمنیو ازادي ، ټولګډونه حکومتولي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او بشري حقونه شامل دي.