د نږدې لسو وروستیو میاشتو په ترڅ کې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له تصویب وروسته، اوس یو شمېر ځایي سرچینې وایي چې د طالبانو د محتسبانو واکونه په بېساري توګه زیات شوي دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې طالبانو لا هم د یاد قانون پلي کولو ته په جدي توګه دوام ورکړی.
تازه، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند پر خپلې اېکس پاڼې په یوه یاددښت کې لیکلې دي، چې دوی د خلکو لپاره د دغه قانون د موادو تشریح په غږیزه بڼه پیل کړې ده.
طالبانو د تېر لمریز کال د سنبلې په میاشت کې د خپلو محدودیتونو لړۍ، د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» تر عنوان لاندې د یوه واحد قانون په بڼه تصویب کړ. هغه کسان چې د دې قانون د تطبیق کولو دنده لري، د محتسبانو په نامه یادېږي. د طالبانو د امر بالمعروف قانون، دغو محتسبانو ته ځانګړي صلاحیتونه ورکړي دي. اوس یو شمېر ځایي سرچینې وایي، چې د دې قانون له تصویب وروسته، د محتسبانو واکونه په بېساري توګه زیات شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له تصویب وروسته څه پېښ شول؟
• د طالبانو د محتسبانو واکونه زیات شول؛
• د دې قانون له مخې، محتسبان کولی شي خلک تر درېیو ورځو پورې بندي کړي؛
• د ښځو غږ “عورت” وبلل شو؛
• په ټولیزه توګه، پر خلکو په ځانګړي توګه پر ښځو او انجونومحدودیتونه زیات شول.
د طالبانو امر بالمعروف قانون چې یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، نه یوازې دا چې د ښځو غږ یې عورت بللی، بلکې د ژوندي موجوداتو د انځور پر خپرولو یې هم بندیز لګولی دی. په تېرو لسو میاشتو کې، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو، د دې قانون دا دواړه موارد په جدي توګه تعقیب کړي، او تر اوسه یې په پنځلسو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له تصویب وروسته څه پېښ شول؟
• د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګېده؛
• دا بندیز تر اوسه په پنځلسو ولایتونو کې عملي شوی او لا هم دوام لري؛
• لسګونه انځوریزې رسنۍ یا غږیز شوې دي او یا یې هم فعالیت بند شوی دی؛
• د دې قانون د پلي کولو په برخه کې طالب چارواکي په دوه ډلو وېشل شوې دي؛ یو شمېر یې خپل انځورونه خپروي، یو شمېر یې نه خپروي؛
• د طالب چارواکو یو شمېر خبري ناستې، اوس یوازې په غږیزه بڼه ترسره کېږي.
که څه هم د دې قانون پر وړاندې کورني او نړیوال اعتراضونه او غبرګونونه ډېر شوې دي، خو طالبان لا هم د دې قانون پر پلې کېدو ټینګار کوي.تازه، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند «صیف خیبر» پر خپلې اېکس پاڼې په یوه یاددښت کې لیکلې دي چې دوی د خلکو لپاره د دغه قانون د موادو تشریح، په غږیزه بڼه پیل کړې ده.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند، صیف خیبر وایي: «راشئ چې د (طالبانو) د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د موادو د غږیزې تشریح په لړۍ کې ونډه واخلو. دا لړۍ به د قانون ټول مواد، ماده په ماده، په غږیز ډول در ورسوي.»
له دې ټولو سره، که څه هم طالبان تل دا ادعا کوي چې د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ټولنې د وضعیت د ښهوالي لپاره پلي کېږي، خو د دیني علومو څېړونکي ټینګار کوي چې «طالبانو په دې قانون کې له شریعت څخه خپل خپل سختدریځه تفسیر شامل کړی» او پر خلکو یې تحمیلوي. تر دې وړاندې، له هرات څخه اته ځایي سرچینو آمو ته منلې وه چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له نویو او سختو اقداماتو سره، په دغه ولایت کې د محد