کډوالي

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې ۷۴۲ افغان کډوالې کورنۍ ایستلي

د تیرې ورځې په ترڅ کې (یکشنبه، غبرګولي۱۱مه) ایران او پاکستان ۷۴۲ افغان کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري ډول له خپلو هېوادونو څخه ایستلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د راپور له مخې، ایران ۶۰۱ کورنۍ او پاکستان ۱۴۱ کورنۍ افغانستان ته ستنولي دي.

ویل شوي چې ۸۲ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، او یوه کورنۍ د پکتيکا له «انګور اډې» پوله افغانستان ته راستانه شوي دي.

له دې سره هممهاله، ۱۶۲ کورنۍ د نیمروز د وریښمو پولې، ۷ کورنۍ د هلمند له بهرامچې لارې، او ۴۳۲ کورنۍ د اسلام قلعه له لارې افغانستان ته ستنې شوي دي.

د آمو موندنې چې طالبانو تر ادارې لاندې، د باختر خبري آژانس له وړاندې شوو شمېرنو څخه اخیستل شوې، ښيي چې په تېرې یوې اونۍ (د غبرګولي۲یمې نېټې تر ۹مې نېټې) کې ۵ زره او۵۶۶ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي.

د دغو موندنو له مخې، ایران په دې موده کې د افغان کډوالو ۴زره او ۱۹۷ کورنۍ او پاکستان ۱زره او ۳۶۹ کورنۍ په جبري او اختیاري ډول له خپلو هېوادونو ایستلي دي.