کډوالي

ایران په یوه اوونۍ کې ۵۵۰۳۸ افغان کډوال ایستلي

د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون له خوا وړاندې شوي معلومات ښيي چې په تېرو اوه ورځو کې (د زمري له ۱۰ مې تر ۱۷ مې) له ایران څخه ۵۵۰۳۸ افغان کډوال ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د هرات په اسلام‌کلا او نیمروز کې د ورېښمو پل له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

همدارنګه، راپورونه ښيي چې پاکستان هم په دې موده کې ۴۲۰۹ افغان کډوال په جبري او اختیاري توګه ایستلي دي. دغه کسان د تورخم، سپین بولدک او د پکتیا د انګور ادي له لارې هېواد ته راغلي دي.

د آمو موندنې څرګندوي چې له دې یوه اوونۍ مخکې (د زمرلي له ۴ مې تر ۱۰ مې) هم له ایران څخه ۸۵۳۱۲ کډوال او له پاکستان څخه ۳۱۸۹ کډوال بیرته راغلي دي.

طالبان هم په کابل کې د کډوالو وزارت په کلنۍ راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو (غوايی، غبرګولی او چنګاښ) کې له ایران څخه ۱.۸ میلیون کسان اخراج شوي دي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ راپور ورکړی چې له ۲۰۲۳ کال د سپمتبر ۳۰مې ترد  ۲۰۲۴ جون ۳۰مې پورې نږدې ۱.۲ میلیون افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو دواړه هېوادونه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندۍ کړی او ځینې راستنېدونکي کډوال وايي چې د جبري ایستلو پر مهال ورسره د سپک چلند، د مالونو ضبطول، غیرانساني چلند او توهین شوي دي.