کابل کې د نخاس بازارونه، د اختر د راتګ زېرۍ کوي، خو د تېرو کلونو په پرتله سږکال زیاته ګڼه ګوڼه نه لري.
کابل کې یو شمېر مالداران وايي، چې سږکال د نخاس بازارونه د تېرو کلونو په پرتله زیات تود نه دي او د خلکو د پېر ځواک او د مالونو بیې راټيټې شوې دي.
د دوی په وینا، که څه هم د قربانۍ د مال بیې راټيټې شوې دي، خو بیا هم کم خلک نخاس کې د قربانۍ لپاره د مال اخیستو ته زړه ښه کوي.
کابل کې یو مالدار، خواجه افضل، وايي: «نرخونه راټيټ شوې دي، خلک په لوړه بیه مال نه اخلي. د پسه بیه پروسږ کال درې زره او سل افغانۍ وه، خو سږکال له درې زرو هم په ټيټه بیه زیات اخیستونکي نه لري او بازار ښه نه دی.»
د نخاس د بازار تودوالۍ د خلکو له جېب او د دوی د پېر له ځواک سره مستقیمه اړیکه لري، خو مالداران وايي چې سږکال د بازارونو خونده نشته او د خلکو جېبونه هم خالي دي.
کابل کې یوه بل مالدار، ذبیح آمو ته وویل: «بازارونه ښه دي، خو زیات نه. له تېر کال څخه سږکال د بازار خونده تللې ده.»
د اختر په درشل کې، د کابل په څو برخو کې د قربانۍ د مالونو د خرڅلاو بازارونه ښکاري.
د خالد په نامه یو مالدار وویل: «د تېر کال په پرتله، سږکال د بازارونو خونده نشته او مونږ تاوان کړی دی.»
خلک هم له خپل کم عاید څخه شکایت لري. په داسې شرایطو کې چې د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، ښايي د اختر د دسترخوان برابرول خلکو ته ستونزمن وي.