کډوالي نړۍ

د امریکا کانګرس غړی: د ټرمپ حکومت د پناه غوښتونکو د شړلو په بهیر کې «درغلي» کوي

د امریکا د کانګرس غړی، سکاټ پیټرز وایي، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د پناه غوښتونکو د شړلو په بهیر کې درغلۍ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان پناه غوښتونکي چې په امریکا کې د مېشتېدو «لنډمهاله خوندیتوب وضعیت» لري، هم د ټرمپ د حکومت لخو د وتلو خبرداری ترلاسه کړی دی.

خو د امریکا کانګرس دغه غړی وایي، چې د ټرمپ حکومت مخکې ژمنه کړې وه چې یوازې «خطرناک مجرمان» به له دغه هېواده شړي، خو اوس د کارګرو کډوالو او هغو کسانو نیول چې په سوله‌ییز ډول ژوند کوي، څرګندوي چې د پناه غوښتونکو د شړلو ژمنه څخه ناوړه ګټه اخیستل او درغلي روانه ده.

سکاټ پیټرز ویلي: «د رستورانټونو د مشتریانو ویرول او د هغو کسانو نیول چې بسونه، مېزونه او لوښي مینځي، څنګه موږ خوندي کوي؟ دا چلند زموږ د قانون پلي کولو محدودې سرچینې ضایع کوي. دا ثابتوي چې یوازې د خطرناک مجرمانو د شړلو ژمنه دروغ او ناوړه ګټه اخیستنه ده.»

دغه کانګرس غړی په ضمني ډول د ټرمپ حکومت ته ویلي: «ستاسو ضایعات، درغلي او ناوړه ګټه اخیستنه شته.»

هغه ټینګار کړی چې دا موضوع به وڅېړي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د امریکا قانون نافذوونکي له خپلو سرچینو څخه د «عامه خوندیتوب د ګواښونو مخنیوي او د لوړ معیارونو رعایت» لپاره کار اخلي.

ښاغلي پیټرز مخکې ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې حکومت وروستي اقدامات چې د افغان پناه غوښتونکو په اړه یې کړي، ښيي چې ټرمپ «د امریکا افغان متحدین» یوازې پرېښي د.

د ټرمپ په مشرۍ حکومت پدې وروستیو کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره د «لنډمهاله خونديتوب وضعیت» او د افغان پناه غوښتونکو د بیا ځای پر ځای کولو د هڅو همغږي کوونکي دفتر چې د امریکا متحد بلل کېږي، لغوه کړی دی.

ښاغلي پیټرز مخکې ویلي: «دا پرېکړې د افغانانو ژوند اوس له خطر سره مخ کوي او زموږ د ځواکونو امنیت ته په راتلونکي کې زیان رسوي.»

ویل شوي چې د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ لپاره په امریکا کې یوه موسسه چې «افغان ایوک» نومېږي، پدې وروستیو کې ویلي چې د ټرمپ حکومت د کی‌یر د تړلو وروسته اوس د «اندورینګ ویلکم» دفتر د له منځه وړلو هڅه کوي.