افغانستان

یونیسف: افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

انځور له آرشیف

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې ۱۲ میلیونه یې ماشومان دي.

د راپور په وینا، دغه شمېرې د هېواد تر نیمایي زیات وګړي رانغاړي او افغانستان د نړۍ دویم ستر بشري بحران تجربه کوي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو محدودیتونو شدت د ټول افغانستان په کچه بشري اړتیاوې لا پسې زیاتې کړې دي.

دغه اداره ټینګار کوي، چې د اقلیم بدلونونه، طبیعي پېښې او پر ښځو محدودیتونه، چې مخکې هم د افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی و، اوس یې شرایط لا پسې خراب کړي دي.

راپور زیاتوي، چې د نجونو د زده‌کړو بندیز د هغوی د تعلیم فرصتونه سخت اغېزمن کړي او اوس مهال په افغانستان کې هېڅ منځنۍ ښوونځۍ د نجونو پر مخ نه ده پرانستې.

په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم د اندېښنې وړ لوړې پاتې دي او دا اړتیاوې د روغتیا، تغذیې، اوبو، اقتصادي ستونزو او اقلیمي بدلونونو سره یو بل سره تړلې دي.

راپور زیاتوي: «فصلي او اقلیمي بدلونونه، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو شدت، د ټول افغانستان په کچه بشري اړتیاوې زیاتې کړې او د ژوند شرایط، چې مخکې هم نازک وو، لا نور هم خراب کړي دي.»

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف) ویلي، چې د نجونو د منځنۍ ښوونځۍ د زده‌کړې دوامداره بندیز لا هم یوه جدي ستونزه ده، چې د هغوی د زده‌کړې فرصتونه سخت اغېزمن کړي دي. د دغه سازمان په وینا، سره له دې چې یونیسف او شریکان یې دا وضعیت له نږدې څاري، خو تر اوسه هېڅ منځنۍ ښوونځۍ د نجونو لپاره نه ده پرانستل شوې.

ملګري ملتونه تل د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، ځکه چې دغه محدودیتونه میلیونونو اړو کسانو ته د بشري مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی. خو تر اوسه طالبانو هغه محدودیتونه، چې دوی یې له دیني نظره توجیه کوي، له ښځو او نجونو نه دي لرې کړي.