افغانستان د آمو حوزه

روسي رسنۍ: طالبان به د مسکو نړیوال امنیتي غونډه کې ګډون وکړي

د ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې طالبان به د لومړي ځل لپاره د لوړپوړو امنیتي مسایلو د بحث ‍په موخه د مسکو نړیوال امنیتي غونډې ته یو استازی واستاوي.

ټاس ویلی، چې دا غونډه له د مې میاشتې له ۱۷مې تر ۲۹ مې پورې د روسیې په ملي مرکز کې ترسره کېږي.

د روسیې د امنیت شورا مطبوعاتي دفتر دې خبري آژانس ته ویلي چې دا غونډه به د کابل د «نوې مشرتابه» د استازو په ګډون لومړی ځل ترسره شي.

د شورا په بیان کې ویل شوي چې عصري امنیتي ننګونې او ګواښونه نړیوال او سرحدي بڼه لري، او هېڅ هېواد نه شي کولای په یوازې یا دوه اړخیزه توګه د دغو ستونزو مقابله وکړي.

د لوړپوړو استازو د امنیتي مسایلو د ۱۳مې نړیوالې غونډې په چوکاټ کې، د جنوبي ختیځې آسیا د هېوادونو ټولنې (آسه‌آنه)، بریکس، د شانګهای د همکاریو سازمان، او د خپلواکو دولتونو ټولنې استازو ترمنځ غیر رسمي څو اړخیزه خبرې اترې هم ترسره کېږي.

همداراز، د آسه‌آن د استازو د پنځمې غونډې مشري به هم د دغې غونډې له نورو مهمو پېښو څخه وي.

د روسیې د امنیت شورا ټینګار کړی چې سیمه‌ییز لوبغاړي نه غواړي د لویو قدرتونو ترمنځ د شخړې ډګر شي، بلکې د یوه عادلانه او نه بېلېدونکي امنیتي نظام په جوړولو کې د فعال رول لوبولو په لټه کې دي.

په همدې حال کې، د جنوبي ختیځې آسیا هېوادونو له روسیې سره د امنیتي مسایلو په برخه کې همکاري پیاوړې کېږي.

سربېره پر دې، د بریکس، شانګهای د همکاریو سازمان، او د خپلواکو دولتونو ټولنې غړو هېوادونو د استازو ترمنځ غیر رسمي غونډې هم د دې غونډې په څنډه کې ترسره کېږي.