د هرات یو شمېر ښځینه دولتي کارکوونکې چې د طالبانو لخوا له خپلو دندو ګوښه شوې دي، وایي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو لپاره اړې شوي دي مزدورۍ ته مخه وکړي.
دغه ښځینه کارکوونکې چې اوس د خیاطۍ، شیریني پخولو او غالۍ اوبدلو ورکشاپونو ته مخه کړې، وایي چې ژوند یې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دی.
په وروستیو میاشتو کې، طالبانو د دولتي کارکوونکو، په ځانګړي توګه د ښځینه کارکوونکو د کمښت او ګوښه کولو بهیر چټک کړی دی.
مستعار نومې نرګس، یو له هغو ښځو څخه ده چې په هرات کې یې خپله دولتي دنده له لاسه ورکړې ده. اوس، د شپې ډوډۍ د پيدا کولو او د خپلو درېو اولادونو د سرپرستۍ لپاره، د خیاطۍ په یوه ورکشاپ کې کار کوي.
له دندې ګوښه شوې کارمنده، نرګس، وايي: «زه د یوه دولتي ارګان کارکوونکې وم. څه موده مخکې له دندې ګوښه شوم او په کور کېنول شوم، خو اوس هڅه کوم چې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»
یوشمېر نورې ښځې هم چې د وروستیو تنقیصاتو له امله له خپلو دندو لرې شوې دي، ورته کیسې لري او وايي چې ژوند یې له سختو کړاوونو ډک دی.
له دندې ګوښه شوې کارمنده، یګانه، وايي: «له هغه وخته چې له دندې ګوښه شوم، هېڅ کار مې نه درلود، اړ شوم چې خیاطۍ ته مخه کړم. مخکې چې به مې معاش اخیست، وضع مې ښه وه.»
د طالبانو له لوري د اداري بستونو د کمښت له پرېکړې وروسته، زرګونه کارکوونکي، چې ډېرې یې ښځې وې او د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي وې، له کاره بې برخې شوې دي.