د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د فدرالي مالیې ادارې له خوا نوي اصلاحات به له افغانستان سره سوداګرۍ او ترانزیټ ته اسانتیاوې برابرې کړي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې نوي اصلاحات د پاکستان د فدرالي مالیې ادارې له خوا د څو فرمانونو له لارې تنظیم شوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کوي او د سوداګرۍ مخې ته خنډونه له منځه وړي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې د دې اصلاحاتو له مخې، د افغانستان د صادراتو پر ځینو توکو لس سلنه مالیه هم لرې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د پاکستان دولتي ورځپاڼې «د نېشن» د دغه هېواد له دولتي بانک څخه په نقل قول راپور ورکړی و چې د پاکستان صادرات افغانستان ته د مالي کال په لومړیو ۹ میاشتو (د ۲۰۲۴ کال د جولای څخه تر ۲۰۲۵ کال د مارچ پورې) د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیات شوي دي.
د پاکستان دولتي بانک د شمېرو له مخې، د دې مودې په جریان کې د دغه هېواد ټول صادرات افغانستان ته ۶۲۳ میلیونه او ۲۸۵ زره ډالر ارزښت لري، حال دا چې د تېر کال د ورته مودې په جریان کې د پاکستان صادرات ۳۷۸ میلیونه او ۹۲۲ زره ډالر وو.
د دې راپور له مخې، خو د افغانستان صادرات پاکستان ته په دې مودې کې ۲۰ میلیونه او ۱۲۷ زره ډالر وو. سره له دې چې د پاکستان دولتي بانک له خوا وړاندې شوې شمېرې ښيي چې د روان مالي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغانستان صادرات پاکستان ته د تېر کال د ورته مودې په پرتله زیات شوي، خو د افغانستان له پاکستان څخه د وارداتو په پرتله دا رقم ډېر کم دی.
د دې راپور له مخې، د دې مودې په جریان کې د پاکستان صادرات افغانستان ته د دغه هېواد له افغانستانه د وارداتو په پرتله ۳۰.۹۶ سلنه زیات دي، چې د هېواد د سوداګرۍ د بیلانس په زیاتوالي او انفلاسیون اندېښمنوونکی حالت ښيي.