د امریکا د کالیفورنیا ایالت سن دیګو ښار ته څېرمه د مونتګومری-ګیبز هوايي ډګر سره نږدې د يوې سوداګريزې الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.
سيانان راپور ورکړی چې دغه الوتکه د «سسنا ۵۵۰» ډول کوچنۍ سوداګريزه الوتکه وه او د سقوط علت يې د دې سيمې د هوا خرابوالي ياد شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د ستونزې هېڅ نښه نه ده ليدل شوې او هېڅ بېړنۍ حالت د دې پېښې په تړاو اعلان شوی نه دی.
يادونه شوې چې پيلوټانو ته اجازه ورکول شوې چې د هوا د حالاتو د معاينې لپاره راکښته شي؛ خو هغوی بايد د ځانګړو ارتفاعاتو پورې محدود پاتې شي. دغه الوتکه د «ADS-B Exchange» نومي د هوايي څارنې ويبسايټ له مخې په وروستۍ ثبت شوې نقطه کې ۵۰۰ فوټه لوړوالی درلود.
د هوا د حالاتو د معاينې لپاره د اجازې تر ټولو لږ ارتفاع ۶۷۳ فوټه ټاکل شوې وه؛ خو معلومه نه ده چې ولې دغه الوتکه تر دې کچې ټيټه شوې وه يا پيلوټ د خپل ارتفاع څخه خبر نه و.