رویټرز راپور ورکړی چې طالبان له روسیې او چین سره پرمختللې خبرې اترې کوي ترڅو په سوداګریزو معاملو کې سیمه ییز اسعارو وکاروي.
د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي رویټرز ته وویل چې طالبان او روسي چارواکي د دواړو هېوادونو د ملي اسعارو په کارولو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره یو میکانیزم جوړوي. هغه زیاته کړه چې ورته پروسه له چین سره هم روانه ده.
نوموړي وویل: «موږ اوس مهال له روسیې سره په تخنیکي خبرو اترو بوخت یو. د روسیې شاوخوا ۵۰٪ بانکونه تر بندیزونو لاندې دي خو ځینې یې نه دي موږ غواړو د هغو بانکونو سره کار وکړو چې د پیسو لیږد لګښتونه کم کړو.»
اوس مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر اټکل شوی چې په عمده توګه د پټرولیم محصولاتو او پلاستیکي محصولاتو واردات پکې شامل دي. عزیزي هیله څرګنده کړه چې د پانګونې په زیاتولو او د لا اغېزمنو مالي چینلونو په کارولو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم زیات شي.
هغه دا هم وویل چې له چین سره هم خبرې اترې روانې دي او د دې هدف لپاره د طالبانو د سوداګرۍ وزارت او په کابل کې د چین سفارت د استازو څخه جوړه یوه ګډه کاري ډله جوړه شوې ده. د عزیزي په وینا د چین سفارت اوس د طالبانو له حکومت سره په تعامل کې د بیجینګ رسمي اقتصادي استازی ګڼل کیږي.
عزیزي زیاته کړې: «موږ دې مسئلې ته له سیمه ییز او نړیوال لید څخه ګورو، د هغه بندیزونو په نظر کې نیولو سره چې دواړه هیوادونه یې اغیزمن کړي او زموږ ګډې اقتصادي ننګونې، موږ دې لارې ته د یو هیله بخښونکي بدیل په توګه ګورو.»
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د واک ته د رسېدو راهیسې د افغانستان بانکي سیستم په لویه کچه له نړیوال مالي سیستم څخه جلا شوی. د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو او د بهرنیو مرستو بندېدو له امله هېواد ته د ډالرو په واردولو کې د پام وړ کمښت راغلی چې د پیسو د کمښت او انفلاسیون بحران یې لا پسې زیات کړی.
د طالب چارواکو په وینا افغانستان له ۲۰۲۲ کال راهیسې له روسیې څخه د ګازو، نفتو او غنمو په وارداتو تکیه کړې .
د رویټرز په وینا عزیزي وویل چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د سیمه ییزو اسعارو کارول کولی شي په اوږد مهال کې د هېواد اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي او د سوداګرو او مصرف کوونکو لپاره لګښتونه کم کړي.