سوداګري

د ننګرهار کانال اړوند د ترکاڼۍ کارخونې ۴ لسیزې وروسته بیا فعالیت پيل کړ

د ننګرهار د کانال شرکت اړوند د ترکاڼۍ فابریکې له څلور لسیزې ځنډ وروسته بیا په لویه کچه فعالیت پيل کړ.

د ننګرهار کانال رئیس غلام الرحمن کظیم وایي، که څه هم امکانات کم په لاس کې لري، خو بیا یې هم د دې کارخونې ډېر نیمګړي کارونه بشپړ کړي دي.

کظیم زیاتوي، چې په لومړیو کې دا کارخونه له سقوط سره مخ وه، خو اوس بېرته فعاله او په لویه کچه لرګین توکي تولیدوي.

نوموړی وایي: «له نېکه مرغه لرګي د کانال ریاست دي او اوس د دې پرځای چې په ارزانه وپلورل شي، یا چور شي دلته یې راوړو او د ترکاڼۍ فابریکه کې ترې رنګارنګ توکي جوړوو او پلورو یې، چې الحمدالله مینه وال هم لري.»

مسوولین وایي اوسمهال ګڼ مسلکي کسان په دې کارخونه کې پر کار بوخت دي او د کانال د څلورګونو فارمونو له وچو لرګیو د زیتونو دانو لپاره کرېټونه، څوکۍ، بېلابېل سيټونه، کوټ بندونه، مېزونه او په زړه پورې فرنیچر چمتوو کېږي.

د دې فابریکې سرپرست حاجي موسی وایي، دوی کولای شي، هر ډول فرمایشي لرګین توکي جوړ کړي خو د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي، چې پر وخت دې دوی ته د اړتیا وړ اسانتیاوې برابرې کړي.

موسی زیاتوی: «موږ د ریاست له محترم مقام نه هیله کوو، چې موږ ته د ګلکارۍ او کندنکارۍ لپاره یو کس وټاکي، نور کارونه زموږ ټول ملګري کولای شي. له دوی مو هیله ده، چې په وخت معاش راکړي نو کار به مو لا چټک شي.»

د دې کارخونې کاریګر هم خوشحاله دي، چې دلته په کار بوخت دي.

د ترکاڼۍ فابریکې کاریګر فاروق وایي، دوی په نشتو امکاناتو چټک کار پيل کړی؛ خو هیله کوي، چې معاشونه یې ورکړل شي.

نوموړی وایي: «موږ له تقاضا څخه ډېر چټک کار کړی الحمدلله خو له بده‌مرغه اووه میاشتې کېږي معاش مو نه دی اخیستی، که معاشونه راکړي لا به مو کار ښه شي.»

غلام غوث، چې په یاده فابریکه کې ترکاڼ دی وایي اړتیا او کار ډېر دی، خو په خبره یې په کارخونه کې ورسره کاریګر کم دي.

دی زیاتوي، که د کاریګرو د کمښت ستونزه حل شي باوري دی، چې کار به یې ښه او چټک پرمخ ولاړ شي.

د اقتصادي چارو پوهان هم د دې فابریکې  په لویه کچه فعالیت یو ښه پیل یادوي او وایي په دې سره به د کانال د څلورګونو فارمنو د وچو لرګیو د چور مخه هم ونیول شي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد زیاتوي، په تېر کې دا لرګي په یو نه یو ډول ورکېدل او یا به په دېرو کمو پيسو پلورل کېدل، چې دا لوی ظلم وو.

نوموړی وایي: «هیله‌من یم، چې اوس به لرګي بې ځایه نه ورکېږي او دلته به ترې مناسب توکي جوړ کړي ځکه دا ټوکي ښه مینه وال لري که منظم کار وشي باوري یم، چې ژر به دا فابریکه پرمختګ وکړي.»

عام خلک په بازارونو کې تر ډېره له لرګیو د جوړو شویو توکو د پېر او پلور بازار ګرم یادوي او وایي که دا فابریکه په لویه کچه بازار ته مناسب توکي وړاندې کړي هم به یې مینه وال ډېر او هم به له لرګیو د جوړوشویو توکو بازار تود ساتل شوی وي.

د یادونې ده، چې د ننګرهار کانال ریاست اړوند د نجارۍ فابریکه د لومړي ځل لپاره په کال ۱۳۳۹ کال کې د ننګرهار د هډې فارم اړوند ثمرخېل سیمه کې جوړه شوه، چې د مسوولینو په خبره هغه مهال پکې شاوخوا ۱۸۰۰ تنو کار کاوه.